تازه خبرونه

باید ښه چلند وکړو او د خلکو باور وګټوـ سراج الدین حقاني

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۵, ۱۴۰۲)

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني په ننګرهار ولایت کې د پوهنتون له استادانو، عالمانو او قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، چې که ولس پر حکومت باور ولري؛ د خلکو نظام رامنځته کېږي او د دې لپاره حکومت باید له خلکو سره ښه چلند وکړي.

سراج الدین حقاني وایي؛ مونږ د تعامل، ښو اخلاقو او د هېواد د يووالي غږ راپورته کوو. مونږ خپل مسوولیتونه درک کړي دي. زمونږ مسوولیت دا دی، چې که امکانات ولرو او یا ونه‌لرو؛ خو دا امکانات لرو، چې ښه اخلاق ولرو، ښه چلند وکړو او د خلکو باور وګټو… که خلک د امارت پر حکومت باور ولري، نو ولسي حکومت رامنځته کېږي.

نوموړي دې ناستې ته ویلي؛ ننګرهار د علم او فرهنګ کور دی، د علم او فن یو آدرس دی؛ ستونزې او نیمګړتیاوې شته، خو پر صبر او حوصله به یې د له‌منځه تلو لپاره ګډ کار کوو.

سراج الدین حقاني دې ولايت ته د خپل سفر موخه د ټولنې له بېلابېلو قشرونو او طبقو سره ليده کاته او د خلکو ستونزو، وړانديزونو او غوښتنو ته د حل لارې موندل یاد کړل.

هغه ویلي؛ د ننګرهار ولسونو تل د یرغل او شریرو کړیو پروړاندې د مجاهدینو ننګه او ملاتړ کړی دی؛ خدای ج دې اجر درکړي او مونږ سره هم دا محاسبه شته ده.

په دې لیدنه کې د عالمانو پر استازیتوب مولوي الله محمد ویلي: مونږ به د کامیابۍ دعاوې درته کوو؛ خو تاسې مسوولین ولس ته د خدمت کولو په امتحان کې یاست، حاکمانو ته مو مشورې دي، چې ولس او دین ته د خدمت دروازې پرانیزئ.

د پوهانو او استادانو پر استازیتوب استاد بهسودوال ویلي: شپیته کاله پخوا دلته پوهنتون جوړ شوی؛ د ننګرهار اکثره وګړي محصلین دي او علمي کچه یې لوړه ده، نو باید د امارت مشرتابه ننګرهار ته د علمي سکتور په برخه کې ځانګړې پاملـرنه وکړي.

بهسودوال دا هم ویلي: سږ کال د اقلیم بدلون تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس لرو؛ تاسې سر له اوسه ورته دعوت یاست.

دغه راز د خصوصي پوهنتونونو پر استازولۍ استاد احمد طارق وویل: مونږ خپل دین لپاره له خپل سر تېر یوو. په پوهنتونونو کې دې د نجونو تعلیم پیل شي؛ هر ډول شرایط، چې وضع کېږي، دا مسلمان ملت دی نه یوازې یې مني، بلکې په پلي کولو کې یې تکلیف هم نه احساسوي.

نوموړي زیاته کړې افغانان نباید اړ شي، چي خپلې لوڼې او خویندې نورو ځایونو ته بوځي، چېرته، چې یې د محیط په جوړولو او دیزاینولو کې مونږ هیڅ نقش نه‌لرو.

قومي مشر فریدون مومند ویلي: ملت باید په حکومت کې ځان وویني. مونږ په غرونو کې اطاعت کړی؛ دلته په اواره کې، خو اطاعت پوره اسانه دی. ملت خپل مسوولیت ترسره کړی او اوس یې وخت دی، چې حکومت هم خپل مسوولیت ادا کړي.

قومي مخور او دیني عالم مولوي نورالله ناصر ټینګار کړی، چې کار دې د کار اهل ته وسپارل شي.

کورنیو چارو وزرت چارسمبالي سراج الدین حقاني د ناستې ګډونوالو له څرګندونو، نیوکو او وړاندیزونو په اړه ویلي؛ ستاسې له نېکو مشورو خوشحاله شوم، چې د زړه له اخلاصه وغږیدئ. کومې ستونزې او غوښنتې، چې زمونږ اړوند دي، ان شاءالله ژر به یې حل کړو او کومې خبرې یا پیغامونه، چې مو مشرتابه ته لرل؛ زه به یې ور ورسووم.

Trending

Exit mobile version