تازه خبرونه
بایډن او سټولتنبرګ د افغانستان او ګډو ننګونو په اړه خبرې وکړې
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره شپه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په ګډون د نړیوالو ننګونو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
ناټو په ډاګه کړې، چې ینس سټولټنبرګ بایډن ته د امریکا د نوي ولسمشر د لوړې مبارکي څرګنده کړې او پهع ډاګه کوي؛ دا مرسم د ډیموکراسۍ د ځواک اړو زمونږ د ګډو ارزښتونو ښکارندوي او زمونږ د ائتلاف د نوي پړاو پیل دی.
ینس سټولټنبرګ هم د ائتلاف پر بیارغونې د بایډن له پاملرنې هرکلی وکړ او وایي، چې ناټو د اروپایانو او امریکایانو د ورځنیو لیدنو ځای دی او مونږ کېدی شي له داسې ننګونو سره مخ شو، چې زمونو له ملتونو به یو ملت هم پر یوازې ځان ورسره ډغرې ونشي وهلی.
په خبرپانه کې دا هم راغلي؛ دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د روان کال د بروکسل د سرمشریزې په تر سره کولو کې به همکاري وکړي.
د ناټو د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو پر ګډو ننګونو بحث وکړ. لکه د نړیوالې ترهګرۍ پروړاندې مبارزه؛ د مثال په توګه په افغانستان او عراق کې. دوی له روسیې سره پر معامله کولو او د چین د راپورته کیدلو پر امنیتي اغېزو بحث وکړ.
