نړۍ
بایډن او ماکرون د اسرائیلو او حزب الله اوربند اعلانوي -لبناني سرچینې
د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ تائید کړی او د اسرائیلي رسنیود څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې د سېشنبې پر ماښام د دې هېواد د امنیتي کابینې غونډه د اوربند د طرحې د ارزونې لپاره جوړه شي.
څلورو لوړ پوړی لبناني سرچینو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ تمه ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به ډېر ژر په لبنان کې د وسلوالې ډلې حزب الله او اسرائیلو ترمنځ اوربند اعلان کړي.
د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ تائید کړی او د اسرائیلي رسنیود څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې د سېشنبې پر ماښام د دې هېواد د امنیتي کابینې غونډه د اوربند د طرحې د ارزونې لپاره جوړه شي.
په واشنګټن کې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي؛ مونږ نږدې یوو؛ خو تر هغې، چې هرڅه ترسره شوي نهوي هیڅ نهکیږي.
همداشان په بیروت کې د لبنان د پارلمان مرستیال الیاس بوصعب رویټرز ته ویلي، چې د اوربند د عملي کیدو په لاره کې کوم جدي خنډونه شتون نلري.
د اوربند وړاندیز شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د امریکا لخوا وړاندې شو او د لبناني چارواکو د څرګندونو او رسنیو د راپورونو له مخې: د څارنې کمیټې او له اوربند وروسته له حزب الله سره د مقابلې لپاره د اسرائیلو د عمل ازادي؛ دوه اختلافي ټکي وه.
د لبنان د پارلمان مرستیال الیاس بوصعب په وینا، د اوربند د موافقې په مسوده کې بله لانجه د “څارنې کمیټې” په غړو پورې اړه وه، خو دا قضیه “په تیرو ۲۴ ساعتونو کې حل شوه”.
د راپورونو له مخې، د اوربند د څارنې پېنځه کسیزه کمیټه د امریکا پر مشرۍ جوړه شوې او د اختلاف موضوع په دې کمیټه کې د فرانسې حضور و.
د اوربند د پلان جزئیات په رسمي ډول ندي اعلان شوي؛ خو رسنیو د بېلابېلو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په دې پلان کې یو شپېته ورځنی اوربند هم شامل دی، چې په کې به د لبنان پوځي ځواکونه له اسرائیلو سره په پوله کې ځای پر ځای شي او حزب الله به بېرته لیتاني سیند شمال ته شاتګ وکړي او اسرائیلي ځواکونه به د لبنان له خاورې څخه ووځي.
دا طرحه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک پر پليکېدا راڅرخي.
د اسرائيلو او د لبنان د حزب الله ترمنځ نښتې د اکتوبر د اوومې نېټې له بريد يوه ورځ وروسته پيل شوې؛ خو تر ډېره د دواړو هېوادونو تر سرحدي سيمو پورې محدودې وې. اسرائیلو د حزب الله د ځپلو لپاره عملیات پراخ کړل او بیا یې خپل ځمکني ځواکونه جنوبي لبنان ته ولېږل.
د اوربند په خبرو کې له پرمختګ سره – سره په وروستیو دوه ورځو کې د اسرائیلو او حزب الله لخوا، چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده؛ بریدونه زیات شوي دي.
د شنبې پر ورځ د بیروت جنوبي سیمې د اسرائیلو تر هوایي بریدونو لاندې راغلې؛ لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول او د یکشنبې پر ورځ د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ؛ له لبنان څخه پر دغه هېواد له ۲۵۰ ډېر توغندي توغول شوي، چې له کبله یې څو تنه ټپیان شوي دي.
