تازه خبرونه

بایډن د امریکا کانګرس ته د افغانستان له سولې او ثباته ملاتړ وړاندې کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۹, ۱۴۰۰)

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سې شنبې پر ورځ کانګرس ته په یوه لیک کې څرګنده کړې، چې واشنګټن به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له سولې خبرو بشپړ ملاتړ روان وساتي او د سیمې نور هېوادونه به په ځانګړي توګه پاکستان وهڅوي، چې په افغانستان کې له ثباته د  ملاتړ لپاره ډېر نور څه هم وکړي.

هغه په ​​خپل لیک کې په ډاګه کړې؛ امریکا او نړیوالو ملګرو یې په تیرو څو لسیزو کې په سلګونه زره افغان سرتېري روزلي او امریکا به د کانګرس پر ملاتړ د افغانستان له ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ روان ساتي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ به د افغان ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ او له افغانستان سره د پام وړ بشردوستانه او پرمختیایي مرستې هم راوانې ساتو.

هغه دغه راز ویلي: مونږ به د ډیپلوماسۍ له لارې او د ملګرو ملتونو لخوا د طالبانو او حکومت ترمنځ له سولې خبرو ملاتړ وکړو. مونږ به د سیمې نور هېوادونه په ځانګړي توګه پاکستان وهڅوو، چې په دې هېواد کې له ثبات او سولې ملاتړ وکړي.

جو بایډن زیاته کړې؛  مونږ نه غواړو، چې د امریکا سرتېري په نورو هېوادونو کې د جنګیالیو ډلو ترمنځ معامله کوونکی شي. دا په افغانستان کې د پاتې کېدو یو تلپاتې دستوري جوړښت دی.

هغه دا هم ویلي، چې امریکا به له خپلو متحدینو او ملګرو سره له افغانستان څخه په پوره همغږۍ، مسوولانه، په خپله خوښه او خوندي ووځي.

بایډن ویلي؛ له افغانستان څخه د وتلو د پرېکړې شاليد دادی، چې له خپلو متحدینو او همکارانو سره د پالیسۍ له بیاکتنې وروسته دې پایلې ته رسېدلي یو، چې وتل همغږي او همکاري روانه وساتو.

هغه یادونه وکړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې امریکا ته د تروریزم ګواښ نړیوال ندی او په زرګونه سرتېري په افغانستان کې ساتل د تروریزم پر ضد د مبارزې ګټوره ستراتیژي نده.

د هغه په ​​وینا، امریکا به په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو سترګې پټې نکړي. امریکا به په سیمه کې د تروریزم پرضد د مبارزې ظرفیتونه او وړتیاوې تنظیم او په افغانستان کې به د تروریزم د ګواښ د بیا راژوندي کیدو مخه ونیول شي.

طالبانو او د افغانستان حکومت د خپلو ژمنو ځواب ویونکي دي او ترهګرو ته به اجازه ورنکړي، چې امریکا یا د هغې متحدینو ته د افغانستان له خاورې ګواښ پېښ کړي. مونږ به هم  خپله ملي ستراتیژي د ترهګریزو ګواښونو څارنې او ځپنې ته راوڅرخووو.

Trending

Exit mobile version