تازه خبرونه
بایډن د طالبانو د ځپلو لپاره د بي ـ۵۲ بمي الوتکو د کارولو امر وکړ
لویدیځو رسنیو د امریکا د حکومتي سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ولسمشر جو بایډن د طالبانو د ځپلو لپاره د بي – ۵۲ بم غورزوونکیو الوتکو د کارولو امر کړی دی.
ډیلي میل او ټایمز راپور ورکړی، چې دغه بم غورزوونکې سترې الوتکې به د آی سي ـ۱۳۰پر ملاتړ کولی شي پر لویو ښارونو د طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې ګټورې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د مهال وېش له بدلېدو وروسته پر افغان ځواکونو، ولسوالیو او لویو ښارونو پراخ بریدونه پیل کړي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي، چې: د امریکا بي – ۵۲ بم غورزوونکیو الوتکو نن ماښام په شبرغان ښار کې د طالبانو د راټولیدو پر یو مرکز بم غورزولی. په دې برید کې ترهګرو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو له نیمرو ولایت وروسته د شبرغان ښار ډېرې برخې هم ونیولې او د دې ښار د نورو برخو د نیولو لپاره له حکومتي او ولسي ځواکونو سره ښکېل پاتې شول.