نړۍ

بایډن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه له جاپان ملاتړ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي ۲ د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا ته ډاډ ورکړ، چې امریکا له جاپان څخه دفاع ته ژمنه ده.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې له چین سره د کړکېچ زیاتېدا له یوې خوا او پر اوکراین د روسیې برید له بلې خوا د امریکا پوځي برترۍ ته ګواښونه رامنځته کړي دي.

بایډن د مرکزي توکیو په اکاساکا ماڼۍ کې له کیشیدا سره د خبرو په پیل کې ویلي؛ د امریکا-جاپان اتحاد له اوږدې مودې راپدیخوا د هند – آرام سمندر په سیمه کې د سولې او سوکالۍ بنسټ دی او امریکا په بشپړه توګه د جاپان دفاع ته ژمنه ده.

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه له جاپان ملاتړ وکړ.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر تېره ورځ جاپان او یو شمېر نورو آسیایي هېوادونو ته خپل سفر پیل کړی او غواړي د نړۍ په دغو برخو خپل واک و ځواک خوندي وساتي.

Trending

Exit mobile version