کوید۱۹
بایډن د کرونایي حالت د څارنې لپاره بېړني حالت غزوي
(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۰)
د امریکا ولسمشر جوبایډن غواړي په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره بېړنی حالت وغزي.
امریکا په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بېړنی حالت اعلان کړی و او نن روان ساتل شوی دی.
بایډن ویلي، چې په امریکا کې له دې ویروسه د خلکو د مړینې کچه له ۹۰۰ زره اوښتي او فډرالي حکومت باید د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره چمتووالی ولري.
بایډن د امریکا ولسي جرګې ته په یوه لیک کې لیکلي: د ملي بېړني حالت روان ساتلو ته اړتیا ده.
د راپورونو له مخې؛ دغه بېړنی حالت به له مارچ وروسته هم روان وي.