تازه خبرونه
بایډن په افغانستان کې د بندي امریکایانو له کورنیو سره خبرې وکړې
د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ بایډن او د رایان کوربټ، جورج ګولزمن او محمود حبیبي کورنیو د دوی د خوشې کیدو لپاره د هڅو په اړه بحث وکړ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي درویشتمه) د افغانستان اسلامي امارت په زندانونو کې د ۳ بندي امریکايي وګړو له کورنیو سره خبرې کړې دي.
د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ بایډن او د رایان کوربټ، جورج ګولزمن او محمود حبیبي کورنیو د دوی د خوشې کیدو لپاره د هڅو په اړه بحث وکړ.
په دې خبرو اترو کې د امریکا ولسمشر د ټولو هغو امریکایانو د خوشې کولو لپاره د واشنګټن پر ژمنې ټینګار وکړ، چې ناحقه بندي شوي یا په بهر کې یرغمل دي.
محمود حبیبي د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رییس دی.
د هغه د ورور د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت هغه د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د کور مخې ته نیولی او نامعلوم ځای ته یې وړل شوی دی.
رایان کوربټ هم د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د افغانستان شمال ته د سفر پر مهال د اسلامي امارت لخوا ونیول شو. هغه له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په کابل کې یو شرکت اداره کاوه.
په همدې کال کې جورج ګولزمن، چې افغانستان ته د ګرځندوی لپاره ننوتلی و هم د اسلامي امارت ځواکونو نیولی دی.
د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ د جو بایډن ادارې په تېرو ۴ کلونو کې له ۷۵ څخه ډېر امریکایان، چې د افغانستان او ایران.په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې نیول شوي وه، بېرته هېواد ته راستانه کړي دي.
