تازه خبرونه
بایډن په افغانستان کې د تروریزم ضد ځواکونو د ساتلو په لټه کې دی
د امریکا په ولسي جرګه کې دپوځي کمېټې مشر د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ د بایډن اداره په پام کې لري، چې د می له لومړۍ نېټې ورته هم په افغانستان کې سرتېري وساتي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ امریکا غواړي، چې طالبان قانع کړي، چې د داعش پروړاندې د امریکا تروریزم ضد ځواکونو ته په افغانستان کې اجازه ورکړي.
رویټرز په ډاګه کړې، چې په ولسي جرګه کې د پوځي کمېټې مشر آدم سمیټ د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د احتمالي پرېکړې په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.
بایډن تر دې دمه پدې اړه پرېکړه نده کړې، چې آیا د می تر لومړۍ نېټې به ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
د دوشنبې پر ورځ په بروکسل کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن دا خبره تائید کړه او ویې ویل، چې هغه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې (سې شنبه او چهارشنبه) په دې اړه د مشورو لپاره ګډون وکړ.
بایډن په داسې حال کې له ان بي سي نیوز سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د می لومړۍ نېټې ژمنې ته رسېدل به سخته وي.
د ځواکونو د ویستلو دغه وروستۍ نېټه بایډن له ټرمپ څخه بایډن ته پر میراث رسېدلې ده. ټرمپ له طالبانو سره د تېر کال په فبرورۍ کې تر می میاشتې د ټولو ځواکونو د ویستو هوکړه کړې ده .
په روانې اوونۍ کې د فارن پالیسۍ آنلاین مجلې په یوه ناسته کې سمیټ ویلي، چې هغه د ملي امنیت له سلاکار جیک سالیوان او دفاع وزیر لویډ آسټین سره د وتلو په اړه خبرې کړې دي.
هغه ویلي: زه فکر کوم، چې دا نېټه ډېره رانږدې شوې ؛ یوازې مونږ په افغانستان کې څه نا څّه ۳۵۰۰ سرتېري لرو او متحدین مو شاوخوا ۷۰۰۰ هغه لري. مونږ نشو کولی، چې په شپږ اوونیو کې لس زره سرتېري وباسو.
هغه زیاته کړې، چې امریکا له طالبانو سره د امریکا تر مشرۍ لاندې د ځواکونو پر پاتې کېدو خبرې کیږي. که طالبان د ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړي؛ فکر نکوم، چې له وتلو پرته بل غوراوی ولرو.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په افغانستان کې له داعش سره جګړه کوي او د کارپوهانو د څرګندونو له مخې اسلامي دولت یا داعش اوس هم یو جدي ګواښ دی.
