تازه خبرونه

بحرین او اماراتو افغانستان ته د اړتیا وړ ۹۰ ټنه مرسته رارسولي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۵, ۱۴۰۰)

د شنبې پر شپه له بحرین څخه افغانستان ته د پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه پر سپارښتنه له ۹۰ ټنو ډېرې بیړنۍ بشري مرستې رارسېدلي دي.

چارواکي وايي، چې متحده عربي اماراتو او بحرین افغانستان ته له ۹۰ ټنو څخه ډېر درمل، خواړه او کالي برابر کړي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې: د بحرین د مرستې لومړۍ جوپه، چې درمل، خواړه، جامې او کېږدۍ لري؛ په یوه الوتنه کې د کابل هوایی ډګر ته راسیدلي دي.

د بحرین پاچا ځانګړی استازي محمد العوضي ويلي، چې د افغانستان خلکو ته یې ۳۰  ټنه خوراکي او نور توږکي مرسته کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې د خلکو رامنځته شویو ستونزو ته مو د لاسرسي لپاره د بحرین د بشري مرستو یوه برخه برابره کړې ده.

د بحرین پاچا ځانګړي استازی محمد العوضي ويلي، چې دغه بشري مرستې د بحرین د امیر د سپارښتنې له مخې د افغانستان خلکو ته ورکړ شوې، چې افغانستان د ثبات او امنیت پر لوري روان شي. دا مرستې زمونږ د بېړنیو مرستو یوه برخه ده، چې په کې طبي تجهیزات، خواړه، کالي او کېږدۍ برابرې شوي او هڅه کوو، چې له افغانستان سره خپلو خپلې مرستې روانې وساتو.

طالبانو ويلي، چې دغه مرستې کولی شي د خلکو یو شمېر ستونزې حل کړي.

د طالبانو د روغتیا کمیسیون مشر مولوي حسیب الله احمدي د دغو مرستو له رارسولو مننه کړې او وایي، چې دغه مرستې به پر هغو خلکو ووېشل شي، چې له ستونزو سره مخ دي.

دغه راز تېر ماښام د غربي متحده اماراتو د مرستې درېیمه جوپه، چې له ۶۰ ټنو ډېر خوراکي، طبي او نور کالي په کې دي؛ طالب چارواکو ته وسپارل شول.

طالبانو ويلي، چې د نړۍ په ځانګړي توګه د عربي نړۍ مرستې د خلکو د اړمنو خلکو اړتیاوو ته په لاسرسي کې ډېرې اغېزمنې دي.

د طالبانو د روغتیا کمیسیون مشر مولوي حسیب الله احمدي وایي: دا د عربي متحده اماراتو د مرستې دوه یمه الوتکه ده، چې د امارت په استازیتوب روغتیا کمیسیون ته سپارل کیږې. په دې جوپه کې هم ۶۰ ټنه خواړه ، درمل او د اړتیا وړ نور ټوکي دي، چې پر مستحقو او اړمنو کورنیو به ووېشل شي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته دا دی کابل هوای ډګر د کورنیو او نړیوالو الوتنو لپاره بیا پرانستل شو.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه یوازې د عربي هېوادونو مرستندویه الوتکې د کابل هوایی ډګر ته رارسیدلي دي.

Trending

Exit mobile version