تازه خبرونه
بدلون راولو او بدلون به راځي- دونلد ترمپ
د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر دونلدترمپ د لوړې له مراسمو څو ساعته وړاندې د واشنگتن په نیشنل کلب کې د نوموړي مينوالو او پلويانو د هغه په ملاتړ غونډه جوړه کړې وه او د ترمپ د پاليسيو ملاتړ يې اعلان کړ.
دغې غونډې ته د ترمپ د کورنۍ په گډون سلگونه کسان راغلي وه.
دونلد ترمپ دغې غونډې ته ويلي، چې دی غواړي د امريکا د يوالي او متحد ساتلو لپاره هڅې وکړي.
هغه ویلي؛ زه به د امريکا لپاره داسې کارونه وکړم، چې په تېرو څو لسيزو کې نه دي شوي، بدلون به راولو او بدلون به راځي.
نوموړي د خپلو مينوالو په غونډه کې د بريا شعارونه ورکړل او زياته يې کړه، چې ډېرو خلکو ته د ده بريا ناشونې برېښېده؛ خو بيا يې هم وگټله.
ترمپ په ډاګه کړې، چې خلکو ته به دندې پيدا کړي، په پوځ کې به له سره بدلونونه راولي او د هېواد پولې به ټينگې کړي.
دونلد ترمپ د لوړې مراسمو لپاره تېره ورځ واشنگتن ته رسیدلی دی.
هغه لومړی د امريکا متحده ايالتونو ملي هديرې ته ولاړ او د امريکا په جگړو کې د وژل شوو سرتېرو قبرونو ته يې خپل درناوی وړاندې کړ.
د دونلد ترمپ مخالفينو هم په واشنگټن کې د هغه پر ضد لاريونونه پيل کړي او د پریس کلب مخې ته د هغه د مخالفينو او پلويانو ترمنځ اخ و ډب هم رامنځته شوی دی.
د سپينې ماڼۍ شاوخوا او نورو سيمو کې هم د ترمپ زرگونه مخالفين د مظاهرو لپاره راټول شوي دي.
په نيويارک او نورو ښارونو کې هم زرگونه کسانو د ترمپ د پاليسيو پر ضد لاريونونه پيل کړي دي.
لاريونوالو ويلي، چې د ترمپ پاليسي د امريکا په زيان ده او دی د ولسمشر په توگه د منلو وړ نه دی.
د ديموکرات گوند غړي جورج سوروس ويلي: ترمپ نااهله انسان دی او غواړي، چې د ولسمشر په جامه کې ځان د امريکا ديکتاتور کړي.
نن به دونلدترمپ د امريکا د پېنځه څلوېښتم ولسمشر په توگه په سیمه ییز وخت غرمه مهال، چې د کابل د وخت د شپې ۹ بجې کیږي د قاضي القضات په شتون کې لوړه وکړي.