لوبی
برازیل، اوکراین، ارجنټاین او فرانسه د فوټسال نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېدل
نیمه پایلوبه به د اوکټوبر پر دوهیمه د چارشنبې پر ورځ ( د تلې یوولسمه / د اوکتوبر دوهیمه ) په تاشکند کې د برازیل او اوکراین تر منځ پیل شي.
برازیل، اوکراین، ارجنټاین او فرانسه په ازبکستان کې د سږکال فوټسال نړیوال جام ته بریالي پړاوونه ووهل او د سیالیو له لارې بریالۍ او مخکښې پاتې شوې.
نیمه پایلوبه به د اوکټوبر پر دوهیمه د چارشنبې پر ورځ ( د تلې یوولسمه / د اوکتوبر دوهیمه ) په تاشکند کې د برازیل او اوکراین تر منځ پیل شي.
د پنجشنبې پر ورځ به ارجنټاین له فرانسې سره مخامخ شي.
د درېیم مقام لوبه به د اوکتوبر پر پېنځلسمه / د اوکتوبر شپږمه په تاشکند کې ترسره شي.
فاینل به له غرمې وروسته ترسره شي.
تر دې دمه د سیالیو ترټولو بریالۍ لوبډله برازیل دی، چې مارسل ترټولو غوره ګولوهونکی دی.
په ۴۸ لوبو کې ۳۴۱ ګولونه وهل شوي دي. د برازیل مارسل ۱۰ زړهراکښونکي ګولونه وهلي، چې لومړی مقام یې خپل کړی دی.
ارجنټایني آلن برانډي د خپلو ۷ ګولونو پر مټ دوهیم ځای لري.
د ایران سالار آغاپور پر ۶ ګولونو د هغه پسې دی او د ارجنټاین کیون اریټا او ماټیاس روزا، د برازیل پیټو، د قزاقستان ارنولډ ناب او د وینزویلا کیون بریسینو په ګډون څو لوبغاړي په ۵ ګولونو سره برابر دي.
فرانسیس لوکوکا، عبدالصمد محمد او رافیل رینود له پاراګوای څخه د فرانسې پر ماتې خوړلو د ۲۰۲۴ فیفا فوټسال نړیوال جام ازبکستان دوهیم غوره پړاو ته د رسیدو په اړه بحث وکړ.
په هرصورت د فرانسې لپاره نیمه پای لوبې ته لار موندل یو خوب دی. په دې نړیواله سیالۍ کې د لومړي ځل لپاره حاضریدل؛ د لوبډلې غړي عبدالصمد محمد د پاراګوای له ماتولو وروسته رامنځته کړه. هغه ویلي: ډاډه نهیم، چې له دې ډېر خوب ولرو.
لوبملګري فرانسیس لوکوکا زیاته کړې: دا په بشپړ ډول حیرانتیا ده. که چا ماته ویلي وای، چې دا به پېښ شي، ما به … باور نه کاوه.
روزونکي رافیل رینوډ ویلي: دا د باور وړ نهده؛ کله، چې مونږ تر دې ځایه راورسېدو. زمونږ موخه دا وه، چې ګروپي پړاو ته ورسیږو، خو مونږ اوس سیال یوو؛ نو اوس، چې ورورسېدو، له ځان سره مو وویل، چې هرڅه ممکن دي. مونږ باور لرو، چې کولی شو په دې سیالیو کې ډېر مخکې ولاړ شو.
د یادونې ده، چې آریانا راډیو ټلویزیون (ATN ) د دې سیاليو د خپراوي ځانګړی او قانوني حق تر لاسه کړی او هېوادوال کولی شي دا زړهراکښونکې لوبې له نږې وګوري.
