تازه خبرونه

برتانوي ځواکونه بیا افغانستان ته لیږل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د برتانيې حکومت وايي، چې د ناتو تر مشرۍ لاندې به افغانستان ته یو شمېر نور ځواکونه ولیږل شي او  افغان ځواکونو ته د روزنې ورکولو وخت به هم یو کال نور تمدید یږي.

د غه هېواد  دفاع وزارت سرچېنو ویلي، چې برتانیا له نورو هېوادونو سره بحث ته ننوتې وه؛ خو په وروستیو کې د طالبانو پرمختګونو او په افغانستان کې د داعش نفوذ  دې پایلې ته ورسول، چې برتانیې له  افغانستان څخه په وتلو کې بیړه کړې ده.

ډیلي میل برتانوۍ ورځپاڼې په ډاګه کړې؛ د برتانيې دفاع وزارت په پام کې لري، چې پلازمېنې کابل ته له۱۰۰ډېرتازه دمي عسکر ولیږي، چې په کابل کې له خپلو روزونکیو ساتنه وکړي.

ډیلي میل زیاته کړې؛ د برتانوي پوځيانو هغو کورنیو، چې په افغانستان کې یې خپل بچیان له لاسه ورکړي ویلي: افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږل نورې پوښتنې راولاړوي، چې ولې په دې جګړه کې د دوی بچیان ووژل شول.

لیوسي الدریج، چې تر ټولو ځوان ۱۸ کلن بچی یې په افغانستان کې وژل شوی؛ ډيلي میل ته د نورو برتانوي پوځيانو د لېږلو په غبرګون کې ویلي:هغوی، چې خپل خواخوږي له لاسه ورکړي، باید په دې پوه شي، چې دا هر څه یې د هېڅ له پاره کړي دي.

هغه زیاته کړې، چې پخوانو مو څه توره کړې، چې اوسني به یې وکړي.

برتانيېد ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې افغانستان پریښود؛ خو یو شمېر ځواکونه یې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو روزلو ته اړم کړل.

Trending

Exit mobile version