سیمه ییز خبرونه
بريتانيا به له افغانستان سره ملكي او پوځي مرستې روانې ساتي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بريتانيا او امريكا دفاع وزيرانو په يوه گډه خبرې غونډه كې ټينگار وكړ، چې له افغانستان سره به خپلې مرستې او همكارۍ روانې ساتي.
د بريتانيا دفاع وزير، چې د اوكراين د ستونزې په اړه د خبرو لپاره امريكا ته تللى وايي، چې هېواد به يې له افغانستان سره ملكي او پوځي مرستې روانې ساتي.
د امريكا دفاع وزير فليف هاموند ويلي دي، زمونږ پوځ له گډو تجربو څخه ښه درس اخيستى دى. په داسې حال كې، چې مونږ په افغانستان كې د آيساف ماموريت ته پاى وركوو؛ خو له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن يو.
هغه وويل، چې له امريكا سره د بريتانيا اړيكې ډېرې مهمې دي او له ناتو سره په توافق به په افغانستان كې خپل پلانونه عملي كړو.
دا په داسې حال كې ده، چې د نړۍ زيات شمېر هېوادونه د افغانستان او امريكا امنيتي تړون ته سترگې په لار دي.