تازه خبرونه
بريتانيا له افغانستان سره يو ميليون پونډه مرسته وکړه
(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۲)
د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې بریټانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون پونډه یا یو اعشاریه ۳ میلیون ډالر) مرسته وکړه.
اوچا د پنجشنبې پر ورځ (د کب لسمه) په ایکس پاڼه کې د بریټانیا له دې مرستې مننه وکړه.
له دې مخکې هم بريټانيا له افغانستان سره څه باندې ۳۶ ميليون ډالر مرسته کړې وه.