سیمه ییز خبرونه
بريتانيه كولى شي پاكستان له افغانستان سره ريښتنې همكارۍ ته وهڅوي
د امريكا ولسمشر بارك اوباما له بريتانيي غوښتي، چې پاكستان له افغانستان سره جدي خبرو ته كښېنوي. د اوباما په باور بريتانيه كولى شي، چې پاكستان د سيمې د ثبات لپاره وهڅوي. بريتانيه د پاكستان د نږدې ملګرو څخه شمېرل كېږي.
په سپينه ماڼۍ كې د امريكا ولسمشر بارك اوباما د بريتانيې له لومړي وزير ديويد كېمرون سره په خبرو كې ټينګار كړى، چې د افغانستان او پاكستان نږدې اړيكې او همكارۍ كولى شي، په سيمه كې حالات ډاډمن كړي او روانو ناكراريو ته پاى وركړي.
بارك اوباما ويلي، چې بريتانيه كولى شي پاكستان له افغانستان سره ريښتني همكارۍ ته وهڅوي.
د امريكا ولسمشر بارك اوباما زیاته کړه، زه مننه كوم، چې د بريتانيې لومړي وزير افغانستان او پاكستان هڅولي، چې له يو بل سره خبرې وكړي. زه هيله لرم، چې ديويد كيمرون به افغانستان او پاكستان د جدي خبرو لپاره پر مېز سره كښېنوي ځكه د دواړو هېوادونو تر منځ اغېزناكې خبرې د سيمې د امنيت لپاره ډېرې مهمې دي.
بارك اوباما په افغانستان كې افغان ځواكونو ته د مسئوليتونو د لېږد له پروسې خوښ برېښي او وايي، چې له افغان ځواكونو سره د ناټو ملاتړ به دوام ومومي.
د امريكا ولسمشر بارك اوباما همدارنګه وویل، له پروګرام سره سم به تر راتلونكي پسرلي پورې افغان ځواكونه د خپل هېواد امنيتي چارې په خپل لاس كې واخلي. امريكايي، پرتانوي او ائتلافي سرتېري به د افغان ځواكونو سره د ملاتړو رول ته دوام وركړي.
اوباما ټينګار كوي، چې امريكا او ملګري به يې اجازه ورنكړي، چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځالې بدل شي.
په دوه زره لومړي كال كې په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ له ړنګېدو وروسته دغې ډلې يو ځل بيا په افغانستان كې پر دولتي او نړيوالو هدفونو بريدونه پيل كړل، چې د افغان دولت په باور د غه وسله وال په پاكستان كې امن ځايونه لري او د پاكستان حكومت يې ملاتړ كوي.