تازه خبرونه
بريټانيا افغانستان ته د مرستو راټولولو د يوې غونډې کوربتوب کوي
ټاکل شوې، چې بریټانیا به په راتلونکې میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د راټولولو د سرمشریزې کوربتوب وکړي.
په افغانستان کې د رامنځته شوي اقتصادي کړکیچ د حل د هڅو د یوې برخې په توګه بریټانیا له دغه هېواد سره د بشري مرستو په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربتوب ته ملا تړلې.
د بريټانيا د بهرنيو چارو وزيرې لیز ټریس ويلي، هېواد یې هوډ لري، چې د افغانستان د کړکېچ د اوارۍ لپاره د نړیوالو هڅو او مرستو راټولو مشري وکړي.
د دغې غونډې موخه له ملګرو ملتونو سره په افغانستان کې د ۴ اعشاریه ۴ میلیارډ ډالرو د مرستې پوره کول دي.
نوموړې وایي: مونږ به نړیوالو متحدینو ته بلنه ورکړو، چې د خوراکي توکو، سرپناه او روغتیایي خدماتو د برابرولو، د افغان ښځو او نجونو د ساتنې او د سیمه ییز ثبات د ملاتړ لپاره حیاتي مرستې را ټولې کړو.
په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران په اړه د نړیوالو اندېښنې ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دي. نړیوال مرستندویې ټولنې هڅه کوي، چې بشري مرستو ته د افغانستان اسلامي امارت لاسرسي کم کړي.
دې غونډه ته په داسې حال کې چمتووالی نیول کېږي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي تېره اوونۍ له افغانستان سره د مرستو لپاره د پيسو په نه راټولیدو نیوکه وکړه او ویل شوي، چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې له افغانستان سره د ۴ اعشاریه ۴ میلیارډ ډالرو د مرستې لپاره یوازې ۹ سلنه را ټولې شوې دي.