تازه خبرونه

بريټانيا له یو اعشاریه ۸ میلیون افغانانو سره د ۱۰۰ ميليون ډالرو ملاتړ څرګند کړ

Published

on

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراوس له ۱.۸ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره د ۱۰۰ میلیون ډالرو بېړنیو مرستو ژمنه وکړه.

د یکشنبې پر ورځ د بریټانیا د بهرنیو چارو د ګډو ګټو او پراختیا دفتر لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ټراوس د شنبې پر ورځ د لیورپول په جي -۷ غونډه کې د افغانستان د مخ پر ډېرېدونکي بشري ناورین په اړه د یاد بنسټ وزیرانو ته دا هڅه په ډاګه کړه.

انګلستان به د افغانستان له یو اعشاریه اته میلیون څخه زیاتو خلکو ته خواړه، روغتیایي خدمونه، سرپناه او اوبه چمتو کړي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې: دا حیاتي مرستې به د ملګرو ملتونو او نورو باوري ونډوالو له لارې ولېږدول شي او د خراب شوي بشري وضعیت په مخنیوي کې به مرسته وکړي.

ټراوس همداراز په افغانستان کې د کډوالۍ، سیمه ییزې بې ثباتۍ او بشري ناورینونو د خطرونو د مخنیوي لپاره د نورو ډېرو نړیوالو همکاریو غوښتنه هم وکړه.

بریتانیا په سږني ژمي کې له افغانستان سره حیاتي بشري مرستې کوي. هغه فنډونه چې نن اعلان شوي ژوند به خوندي کړي، د ښځو او نجونو ساتنه وکړي او په سیمه کې د ثبات سره مرسته وکړي. موږ هوډ لرو چې د افغانستان د خلکو لپاره هر څه وکړو.

انګلسټان ژمن دی، چې ۲۸۶ میلیون پونډو (۳۸۰ میلیون ډالرو) یوه ژمنه شوې برخه ده؛ سږ کال افغانستان ته ورکړي. دغه راز به د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د ملاتړ چمتو کولو او د ماشومانو د خوندیتوب اړینو خدمتونو د تمویل لپاره هم وکارول شي.

هغې ويلي: مرستندويه ادارې به هغو کسانو ته لومړيتوب ورکړي، چې د کورنیو مشران یې ښځې او معلولین وي.

دغه راز د ډبلیو اف پي یا د خواړو نړیوال پروګرام اجرائیوي مشر ډیویډ بیزلي ویلي: هغه څه، چې مونږ په ځمکه کې وینو غونی ځیږوونکي دي؛ ۲۳ میلیون خلک په هغه هېواد کې له سختې لوږې سره مخ دي، چې د وچکالۍ، جګړو، کرونا او اقتصادي ناورین له کبله له لوږې سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې؛ پر ښځې او ماشومان دغه کړاوونو تپل شوي او رنځ ترې وړي، چې د سخت ژمي له راتلو سره ورځ تر بلې د خوارځواکۍ او لوږې سره مخ کیږي.

د خواړو نړیوال پروګرام د بریټانیا د خلکو او حکومت له دې مرستې هرکلی کوي، چې له مونږ سره د ډېرو خلکو په ژوند ژغورنه کې مرسته کوي.

د افغانستان په اړه د شنبې پر ورځ د جي ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د دې هېواد د مخ پر ډېرېدونکي اقتصادي ناورین په اړه پر نړیوال غبرګون خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان له اسلامي امارت سره د اړیکو پر څرنګوالي هم خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version