تازه خبرونه

برګ: ناټو له افغانستان څخه د وتو نیټه نه ده ټاکلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناټو سرمنشيينزستولتن برګوایي؛ ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې د حضور غوښتنه لري.

ښاغلی برګد دغه مطلب په څرګندولو سره ټینګار کوي چې ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت د پای ته رسولو لپاره کره نیټه نه ده ټاکلې.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره غواړي د هغوي تر څنګ ودریږي.

د ناټو سرمنشي  ينزستولتن برګ په افغانستان کې د ناټو د تېرو ۱۳ کلونو پوځي رول مهم او حیاتي وباله او ویې ویل چې ناټو غواړي په افغانستان کې د پریکنده ملاتړ د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې حضور ولري.

دی وایي افغان ځواکونه ښه ځلیدلي؛ خو لا هم د ده په خبره دغه ځواکونه د ملاتړ دوام ته اړتیا لري:

زما توقع دا ده چې موږ به پریکړه وکړو څو په افغانستان کې دغه راز حضور ولرو، حتی افغان ځواکونو ته د زدکړو، سلا مشورې او تجهیز د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم.

دی ټینګار کوي چې ناټو په افغانستان کې د پریکنده ملاتړ د پای ته رسولو لپاره مشخصه نیټه نه ده ټاکلې.

 

مونږ د ناټو د ماموریت د پای ته رسولو لپاره مشخصه نیټه نه ده ټاکلې، چې څومره دغه ماموریت دوام وکړي. یواځې امریکا ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې به د پریکنده ملاتړ په ماموریت کې خپل حضور پای ته ورسوي، وروسته له هغې باید مونږ پریکړه وکړو چې د پریکنده ملاتړ ماموریت څه وخت پای ته ورسوو.

د ناټو سرمنشي وایی، د ترکیې د انتالیا په ښار کې به د ناټو تړون د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې پریکړه وشي چې د ناټو د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته څه وکړو. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵ کال په پیل سره افغانستان کې جګړو زور اخیستی.

د افغانستان د ملي شورا غړي امنیتي وضعیت ته په کتو سره له ناټو او امریکا غواړي چې په خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي.

خبریال: محمد میلاد سکندري

Trending

Exit mobile version