تازه خبرونه

بریتانیا بهر میشتو افغانانو ته د چیفنینګ نومو تحصیلي بورسونو بهیر بیا پيل کړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۸, ۱۴۰۱)

بریتانیا بهر میشتو افغانانو ته له دوه میاشتنې ځنډ وروسته د تحصیلي بورسونو پروګرام چیفنینګ له بیا پیلولو خبر ورکړ.

د دغه بنسټ په څرګندونو کې  راغلي، چې په شرایطو برابر افغانان کولی شي د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونونو لپاره د نومبر تر میاشتې پورې خپل غوښتنلیکونه دې ادارې ته په انلاین بڼه وسپاري.

د برتانیې حکومت او د دغه هېواد د تحصیلي بورسونو پروګرام چیفنینګ هغو افغانانو ته، چې په افغانستان کې اوسیږي هم ژمن دی.

د برتانیې د بورسونو دې نړیوالې ادارې دا هم ویلي؛ مونږ د هغو افغانانو لپاره، چې له افغانستان څخه بهر اوسیږي شرایط برابرو، چې د بورسونو د تر لاسه کولو لپاره چیفنینګ ته خپل غوښتنلیکونه وروسپاري او په بریتانیا کې زدکړې وکړي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت دې پایلې ته رسېدلی: هغه غوښتونکي، چې اوسمهال په افغانستان کې اوسیږي؛ په غالب ګومان، چې له جدي امنیتي خطرونو، مالي او لوژستیکي پایلو سره به مخ شي، ځکه د بریتانیا حکومت پر هغه هیڅ کنټرول نلري.

د چیفنینګ د بورسونو پروګرام په ۱۹۸۳ میلادي کال کې پيل شوی او د هغو بهرنیو محصلینو لپاره، چې مدیریتي او رهبرۍ وړتیا ولري؛ په برتانیه کې د زدکړو شرایط او لګښت برابروي. د دغه پروګرام له پیل څخه بیا تر دا مهاله، د بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۵۰ زره محصلینو په بریتانیا کې زدکړې کړې دي.

د بريتانيا د بورسونو دغه پروګرام، چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تمويلېږي؛ د اسلامي امارت د لومړي پېر له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د محصلينو لپاره پيل شوی دی.

په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره نه یوازې د بریتانیا سکالرشیپ، بلکې د امریکا په ګډون نورو هېوادونو هم د افغانانو لپاره د فولبرایت بورسونه بند شول.

Trending

Exit mobile version