تازه خبرونه

بریتانیا د کرونا له نوې څپې سره نوي بندیزونه ولګول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۱, ۱۳۹۹)

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ انګلستان په دې هېواد کې د کرونا ویروس له نوې څپې سره یو ځل بیا سراسري بندیزونه اعلان کړل.

د دغه هېواد لومړي وزیر بورس جانسون په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې نوي بندیزونه د پنجشنبې پر ورځ (د لړم ۹) پیل او د روان کال د دسمبر تر ۲ پورې به روان وي.

د بریتانیا لومړي وزیر له خلکو غوښتي، چې له کوره کار وکړي. دغه راز به پر رستورانتونو او هوتلونو هم نوي بندیزونه وضع کړي.

هغه ویلي، اړین پلورنځي، ښوونځي او پوهنتونونه به پرانیستي وي؛ خو نااړین پلورنځي به وتړل شي.

دا پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې روغتیایی چارواکو خبرداری ورکړ که پاملرنه ونشي؛ نو هېواد به د کرونا ویروس له کبله د مړینو له ډېرېدو سره مخ شي.

انګلستان په اروپا کې هره ورځ د کرونا ویروس له کبله د مړینې ترټولو لوړ ۲۰۰۰۰ رسمي پېښې ثبتوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په انګلستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰۰ زره ته نږدې کیږي او نږدې ۴۱۸۰۰ ناروغان ترې مړه شوي دي. دغه راز له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا ۱۱ کسان د کورونا له کبله مړه شوي.

د جان هاپکنز پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ انګلستان له امریکا، برازیل، هندوستان او مکسیکو وروسته په نړۍ کې د کرونا ویروس د مړینې د پېښو له کبله پېنځم لوړ رسمي ځای لري.

Trending

Exit mobile version