تازه خبرونه
بریتانیا راتلونکې اوونۍ د کرونا ویروس واکسین کارول پیلوي
بریتانیالومړنی هېواد دی، چې په نړۍ کې یې د فایزر/ بایوتیک کرونا ویروس واکسین د پراخه کارولو لپاره تصویب کړ.
د بریتانیا حکومت څرګنده کړې، چې دا واکسین پر کرونا ویروس د اخته کېدنې د مخنیوي لپاره ۹۵ سلنه ګټور دی، چې له راروانې اوونې به د کارونې وړ وي.
انګلستان لا دمخه د ۴۰ میلیون خوراکونو امر کړی، چې د ۲۰ میلیون خلکو د واکسین کولو لپاره بس دي.
بي بي سي څرګنده کړې، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې شاوخوا ۱۰ میلیون خوراکونه باید ژر تر ژره چمتو شي.
دا لومړنی واکسین دی، چې په بریتانیا کې د اړوند ناروغۍ د مخنیوي لپاره د پلي کیدو وړ وګڼل شو.