تازه خبرونه

بریتانیا له افغانستان سره څه باندې ۳۶ میلیون ډالر مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې بریټانیا او شمالي ایرلنډ له افغانستان سره ۲۹ اعشاریه ۷ میلیون پونډه ( ۳۶ اعشاریه ۵ میلیون ډالر) مرسته کړې، چې له دوه میلیون کسانو څخه د زیاتو اړمنو لاسنیوي به پرې وکړي.

په‌دې پیسو ۱۳ زره مټریک ټنه غنم، غوړي او نوره غله دانه اخیستل کیږي او پر اړمنو کسانو به ووېشل شي.

که څه هم اقتصاد وزارت له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو هرکلی کوي؛ خو د دغه وزارت چارواکي وايي، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د پراختیايي پروژو مالي ملاتړ وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د نړیوالې ټولنې له مرستو هرکلی کوي؛ خو له نړیوالې ټولنې غواړي، چې خپلې مرستې د بنسټيزو پروژو پر پلي کولو او پراختیايي پروګرامونو متمرکزې کړي، چې افغانستان د ځان‌بسیاینې پر لور روان شي.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم له جرمني څخه د پېنځه میلیون یورو مرستې د ترلاسه کولو اعلان کړی؛ خو په افغانستان کې اړمن کسان د دغو مرستو له غیر عادلانه وېش څخه اندېښنه ښیي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا په دې باور دي، چې له افغانستان سره بشري مرستې د ستونزو اوږدمهاله حل نه‌شي کېدی؛ ځکه باید پر یوه بله حل لار فکر وشي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې به نږدې ۲۴ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري او د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا ۳۶ سلنه وګړي له بېړني حالت او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version