تازه خبرونه
برید کوونکي تر ډېره د هېواد ضد داخلي کړیو په مرسته موخو ته رسیږي- رادمنش
د دفاع وزارت د رسنیو دفتر وایي، چې برید کوونکي تر ډېره د هېواد ضد ځينو داخلي کړیو په مرسته موخو ته رسیږي.
دغه بنسټ په راتلونکي کې د هغو کسانو د افشا کیدو پروګرام لري، چې په افغانستان کې دي؛ خو د وسلوالو حملو تر شا لاس لري.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي؛ حکومت پلان لري، چې داسې کسان په راتلونکي کې خلکو ته وروپېژني.
ښاغلی رادمنش زیاتوي، چې افغان حکومت د امنیتي پېښو تر شا ډېر کسان نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو مخالفینو یوازې په وروستۍ یوه میاشت کې د کابل پر مهمو سیمو چاودنې یا وسلوال بریدونه کړي دي.
په وروستیو اوونیو کې وسلوالو بریدګرو د افغانستان پر امریکايي پوهنتون، دفاع وزارت ته څېرمه او په نوي ښار کې لسګونه کسان وژلي دي.
ښاغلی رادمنش وايي، چې دفاع وزارت سره د شوي برید په اړه، چې په کې د دوه یمې حوزې چارواکې هم وژل شوي اوس هم څېړنې روانې دي.