نړۍ

بریټانیا د لومړي ځل لپاره د MI6 مشره ښځه وټاکله

۴۷ کلنه بلیز مټروولي د بریټانیا د استخباراتو مسلکي افسره ده.

Published

on

بریټانیا د لومړي ځل لپاره د دې هېواد د بهرنیو استخباراتو (MI6) مشره ښځه وټاکله.

۴۷ کلنه بلیز مټروولي د بریټانیا د استخباراتو مسلکي افسره ده.

د بریټانیا حکومت د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې میرمن مټروولي اوس د MI6 د ټکنالوژۍ د څانګې مشري پر غاړه لري او په استخباراتي کړۍ کې د “Q” پر نوم پېژندل کیږي.

بلیز مټروولي په ۱۹۹۹ کال کې د دې هېواد له استخباراتو سره یوځای شوه او د خپل مسلک ډېره برخه یې د منځني ختیځ او اروپا  په عملیاتي ماموریتونو کې تېره کړې ده.

میرمن مټروولي ویلي: “زه ویاړم، چې د دې بنسټ د مشرۍ لپاره غوره شوې یم.”

رویټرز راپور ورکړی، چې د MI6 اوسنی مشر ریچارډ مور به سږ کال په مني کې له دندې ګوښه شي او میرمن مټرولي به د مور له ګوښه کېدا وروسته د دې ځواکمنې ادارې مشري پر غاړه واخلي.

میرمن مټروولي به نوره د “C” پر نوم پېژندل کیږي.

د بریټانیا د استخباراتي اداره، چې د MI6 پر نوم پېژندل کیږي؛ د نړۍ یو له خورا پیاوړو جاسوسي ادارو څخه دی، چې څه باندې یوه پېړۍ مخکې په ۱۹۰۹ زېږدیز کال کې جوړه شوې ده.

دې بنسټ ويلي؛ “زمونږ ماموریت د بهرنيو اطلاعاتو راټولول دي، چې د انګلستان ملي امنیت او اقتصادي هوساینې ساتنه او د جدي جرمونو مخه ونیول شي. مونږ حکومت ته ځواب ویونکي یوو او د هرنیو چارو وزیر تر څارنې لاندې کارکوو.”

ښځو پخوا د کورنیو استخباراتي ادارو (MI5) او د انګلستان د حکومت د مخابراتو مرکزي دفتر (GCHQ) د مشرانو په توګه دنده ترسره کړې؛ خو دا لومړی ځل دی، چې یوه ښځه د MI6 د مشرې لپاره ټاکل شوې ده.

د بریټانیا لومړي وزیر کی‌ر سټارمر، چې دا مهال د ۷ – ډلې د سرمشریزې لپاره په کاناډا کې دی وویل: “د مټروولي ټاکنه په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې انګلستان په بې‌ساري توګه له ګواښونو سره مخ دی.”

سټارمر د دې ګواښونو په اړه جزئیات ورنکړل؛ خو داسې ښکاري، چې روسیه، چین او ایران اوسمهال د دې هېواد لپاره جدي بهرني ګواښونه ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version