تازه خبرونه

بریټانیا له افغانستان څخه ۷۱۰۹ کسان ایستلي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲, ۱۴۰۰)

رویټرز د انګلستان د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې: دغه هېواد د دوشنبې پر ورځ له افغانستان څخه ۷۱۰۹ کسان ایستلي او د دې بهیر د پای ته رسیدو لپاره کومه وروستۍ نېټه نده ټاکل شوې.

د بریټانیا دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د ویستلو دغه عملیات د جمعې پر ورځ د زمري ۲۲ / د اګست پر ۱۳ پیل شوي دي.

رویټرز په ډاګه کړې؛ په دې کې د سفارت کارمندان، د بریټانیا وګړي، افغان همکاران او د ملګرو هېوادونو  یو شمېر اتباع شامل دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ په کابل کې له ۱۰۰۰ ډېر بریټانیاوي وسلوال ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د جانسن دفتر ویلي، چې د انګلستان لومړي وزیر بورس جانسن او د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې پر ورځ هوکړه کړې، چې له افغانستان څخه د وګړیو د ایستلو په چارو کې به تر هغې همکاري کوي، چې ټول همکار وګړي ایستل شوي نه وي. که څه هم د ایستلو لومړی پړاو مخ پر پای ته رسېدو دی.

نوموړي له امریکا غوښتي، چې د وروستۍ نېټې پر غزولو دې غور وکړي.

په دې اړه په کابل کې د طالب پلاوي غړي سهیل شاهین دویچه ویله خبري سرچینې ته ویلي، چې د اګست تر پایه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو وتل د طالبانو سره کرښه ده او پاتې کېدل به یې د اشغال دوام وي.

طالبانو د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت څخه واک خپل کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډومینک بهرنیو چارو وزیر راب د اوونۍ په پای کې ویلي؛ د یو لړ بې باوریو سره سره انګلستان باید روسیې او چین ته مراجعه وکړي، چې پر طالبانو خپل نفوذ وکاروي.

 

Trending

Exit mobile version