تازه خبرونه

بریټانیا له خپلو اتباعو غوښتي، چې له افغانستان ووځي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۴۰۰)

بریټانیا په افغانستان کې له خپلو وګړیو غوښتي، چې د امنیتي ګواښونو له کبله ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

په افغانستان کې د بریټانیا سفارت له خپلو وګړیو غوښتي، له دې هېواده د وتلو لپاره له دوی سره په اړیکه کې شي.

په کابل کې د بریټانیا سفارت له خپلو وګړیو غوښتي، چې د امنیتي ګواښونو له کبله دې  دغې شمېرې ته زنګ ووهي (۰۷۰۰۱۰۲۰۰۰) او د کونسلي خدماتو برخه دې غوره او خپل سفر دې تائید کړي.

په اعلامیه کې راغلي: په کابل کې د بریتانیا سفارت به پرانستی وي. له تروریزم سره د مبارزې په هڅو کې به د افغانستان له حکومت سره  د ډیپلوماټیکو او امنیتي سکتور له لارو ملاتړ کوي.

د بریټانیا د سفارت یوه ویاند ویلي: د بریټانوي وګړیو خوندیتوب مونږ ته لومړیتوب لري. مونږ په منظم ډول په بهر کې د بریټانیایي وګړیو امنیت او خوندیتوب بر وړاندیزونو بیاکتنه تازه کوو. مونږ مخکې هم افغانستان ته د هرډول سفر نکولو سپارښتنه کړې وه.

سفارت زیاته کړې، چې دوی د افغانستان امنیتي وضعیت په منظمه توګه څاري او ارزوي یې.

Trending

Exit mobile version