نړۍ
بریکس ته د ډالرو په اړه د ټرمپ ګواښ د پوتین له غبرګون سره مخ شو
د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف د بریکس غړیو هېوادونو پر وړاندې د امریکا د ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ ته په غبرګون کې ویلي؛ د امریکا لخوا د زور او بندیزونو کارول د ډالرو کارولو ته د هېوادونو مجبورول به امریکا د ګټې پر ځای له ناوړې پایلې سره مخ کړي.
د کرملین ویاند ويلي: د امریکا هڅې د ډالرو جبري کارولو ته هېوادونه اړ کړي، چې په بهرنۍ سوداګرۍ کې د ملي اسعارو کارولو او ودې ته لېوالتیا ښکاره کړي.
د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف د بریکس غړیو هېوادونو پر وړاندې د امریکا د ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ ته په غبرګون کې ویلي؛ د امریکا لخوا د زور او بندیزونو کارول د ډالرو کارولو ته د هېوادونو مجبورول به امریکا د ګټې پر ځای له ناوړې پایلې سره مخ کړي.
دمتري پیسکوف زیاته کړې: بحث یوازې د بریکس هېوادونو په اړه ندی. په ټوله کې د هغو هېوادونو شمېر، چې په خپلو بهرنیو سوداګریزو او اقتصادي هڅو کې پر ملي اسعارو کارولو ټینګار کوي؛ ورځ تر بلې ډېر شوی دی.
هغه زیاته کړې: “له بلې خوا، که امریکا لکه څنګه، چې دوی وایي هېوادونه به د نفوذ له لارې د ډالرو کارولو ته اړ کړي؛ شونې ده، چې ملي اسعارو ته پاملرنه به پیاوړې او ګړندۍ کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، ډالرو په ډېرو هېوادونو کې خپله لېوالتیا له لاسه ورکړى او د بدلېدو بهير يې پيل شوى او ګړندى روان دى.
د پیسکوف دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې ټرمپ په ټولنیزو شبکو کې د بریکس غړي هېوادونه د بدیلو اسعارو پر رامنځته کولو وګواښل او وایي، چې که په سوداګریزو راکړه ورکړه کې بدیل اسعار د ډالرو پرځای وکاروي؛ نو له ۱۰۰ سلنې تعرفې سره به مخ شي.