Connect with us

سوداگري

بریکس هېوادونه دې د ډالرو له بې ارزښته کولو ډډه وکړي – ډونالډ ټرمپ

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی، چې که د بریکس هېوادونه  د ډالرو د کمزوري کولو لپاره د بریکس اسعارو د جوړولو هڅه وکړي؛ نو پر وارداتي توکو به یې ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.

خپور شوی

د

د رویټرز خبري سرچینې څرګنده کړې؛ د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ( د لیندۍ لسمه) د بریکس له غړیو هېوادونو وغوښتل؛ که د ډالرو د بې ارزښته کولو لپاره د بریکس اسعارو د رامنځته کولو هڅه وکړي؛ نو پر وارداتي توکو به یې ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګول شي.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی، چې که د بریکس هېوادونه  د ډالرو د کمزوري کولو لپاره د بریکس اسعارو د جوړولو هڅه وکړي؛ نو پر وارداتي توکو به یې ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.

هغه په ​​یوه پیغام کې لیکلي: هغه نظریه، چې د بریکس هېوادونه هڅه کوي ډالر پرشاوتمبوي او مونږ یې ننداره وکړو؛ پای ته رسېدلې ده.

ټرمپ زیاته کړې: مونږ له دې هېوادونو څخه داسې ژمنې ته اړتیا لرو، چې دوی به نه د بریکس نوی اسعار رامنځته کوي او نه به د نورو هغو پیسو ملاتړ کوي، چې د ډالر ځای ونیسي.

د بریکس هېوادونه، چې اوس مصر، ایران او متحده امارات هم په کې ګډ دي؛ د روان کال د اوکټوبر په میاشت کې د روسیې د کازان پر کوربتوب سرمشریزه جوړه کړه او پر غیر ډالري لیږد او د سیمه‌ییزو اسعارو پر پیاوړتیا یې بحث وکړ.

په دې سرمشریزه کې د اړوند بانکي شبکو د پیاوړتیا او پر سیمه‌ییزو اسعارو د بریکس له هېوادونو سره د تادیاتو نوښت ډاډمن شو.

د یادونې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سرمشریزې په پای کې ویلي، چې د بلجیم له سویفټ مالي سیسټم سره د سیالۍ لپاره تر اوسه کوم بدیل ندی رامنځته شوی.

سوداگري

افغانستان او ازبکستان د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د فرغانې ولایت مقام د خبري څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت والي خیرالله بازاروف د امرالډ ډایمونډ ټریډینګ شرکت له مشر عبدالحمید انوري، د کام‌ایر هوايي شرکت له مشر عطاالله عظیمي، د تاج‌محل پټرولیم شرکت له مشر عبداللطیف نوروزي او د هغوی له سوداګریزو شریکانو سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

Published

on

د ازبکستان د فرغانې ولایت چارواکو او یو شمېر افغان سوداګرو د ګډو پانګیزو پروژو د چارو پر چټکتیا، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د فرغانې ولایت مقام د خبري څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت والي خیرالله بازاروف د امرالډ ډایمونډ ټریډینګ شرکت له مشر عبدالحمید انوري، د کام‌ایر هوايي شرکت له مشر عطاالله عظیمي، د تاج‌محل پټرولیم شرکت له مشر عبداللطیف نوروزي او د هغوی له سوداګریزو شریکانو سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

دا لیدنه افغانستان ته د فرغانې ولایت د پلاوي د هغه سفر په لړ کې ترسره شوی، چې د جولای پر شپږویشتمه او اووه‌ویشتمه یې کابل او مزارشریف ته کړی و. د دغه سفر پر مهال ازبک چارواکو او سوداګرو له افغان لوري سره لیدنې وکړې؛ په کابل او مزارشریف کې یې د فرغانې سوداګریز کورونه پرانیستل.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د ګډو پانګیزو پروژو پلي کېدل به چټکوي، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ کچه به لوړوي او اقتصادي همکارۍ به نوي پړاو ته رسوي.

په دې غونډه کې د سوداګرۍ، کرنې، هوايي چلند، انرژۍ او لوژسټیک په برخو کې د پانګونې نوي فرصتونه او د همکاریو د پراختیا لارې هم وڅېړل شوې او افغان سوداګرو له ازبکستاني شرکتونو سره د پراخو همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د فرغانې والي هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا د ازبکستان پر ژمنتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې د دې ولایت اداره به د ګډو پروژو او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو همکاریو له پراختیا ملاتړ وکړي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او ایران سوداګرو د ګډې پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ

نوموړي، چې د افغانستان ـ ایران د ګډې خونې د پلاوي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و، د افغانستان او ایران ترمنځ تاریخي، فرهنګي او ژبنیو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دا اړیکې باید پر اغېزناکو اقتصادي همکاریو بدلې شي.

Published

on

د افغانستان ـ ایران د ګډې خونې مشر کمال‌الدین توحید د ایران د البرز ولایت په اقتصادي غونډه کې ویلي، چې د دودیزې سوداګرۍ پر ځای باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو او اوږدمهاله اقتصادي همکاریو پړاو پیل شي.

نوموړي، چې د افغانستان ـ ایران د ګډې خونې د پلاوي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و، د افغانستان او ایران ترمنځ تاریخي، فرهنګي او ژبنیو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دا اړیکې باید پر اغېزناکو اقتصادي همکاریو بدلې شي.

کمالدین توحید زیاته کړې، افغانستان اوس د بهرنیو پانګوالو لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي او ایراني پانګوال، په ځانګړي توګه د البرز ولایت سوداګر او صنعتکاران، کولی شي د ګډو پروژو او سترو اقتصادي طرحو له فرصتونو ګټه واخلي.

په دې غونډه کې د ایران او افغانستان د سوداګریزو خونو استازو، صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.

د دې غونډې ګډونوالو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا، ګډو پانګونو او سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان د ډبرو لومړنۍ صادراتي جوپه د ۱۰۰ زره ډالرو پر ارزښت امریکا ته ولېږدول شوه

دغه جوپه د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ زره ډالرو پر ارزښت صادره شوې ده. په دې کې د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د کان تورې ډبرې شاملې دي، چې د هرات د صنایعو خونې له لارې د امریکا بازار ته لېږل شوې دي.

Published

on

د افغانستان د هرات ولایت د ډبرو لومړنۍ صادراتي جوپه  امریکا ته صادره شوه؛ هغه ګام، چې د هېواد د معدني توکو د صادراتو پراختیا او په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان شتون ته زمینه برابرولی شي.

دغه جوپه د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ زره ډالرو پر ارزښت صادره شوې ده. په دې کې د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د کان تورې ډبرې شاملې دي، چې د هرات د صنایعو خونې له لارې د امریکا بازار ته لېږل شوې دي.

چارواکي وايي، هرات د بډایه کانونو، مناسب سوداګریز موقعیت او صنعتي ظرفیتونو له کبله د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د هېواد د صادراتو په وده کې اغېزناک رول لوبولی شي.

په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د معدني توکو د صادراتو د پراخېدا بهیر په داسې حال کې روان دی، چې د کانونو د برخې پراختیا او په دې برخه کې د پانګونې راجلبول د هېواد له مهمو اقتصادي موخو څخه بلل کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117