سوداگري
بریکس هېوادونه دې د ډالرو له بې ارزښته کولو ډډه وکړي – ډونالډ ټرمپ
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی، چې که د بریکس هېوادونه د ډالرو د کمزوري کولو لپاره د بریکس اسعارو د جوړولو هڅه وکړي؛ نو پر وارداتي توکو به یې ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.
د رویټرز خبري سرچینې څرګنده کړې؛ د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ( د لیندۍ لسمه) د بریکس له غړیو هېوادونو وغوښتل؛ که د ډالرو د بې ارزښته کولو لپاره د بریکس اسعارو د رامنځته کولو هڅه وکړي؛ نو پر وارداتي توکو به یې ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګول شي.
د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی، چې که د بریکس هېوادونه د ډالرو د کمزوري کولو لپاره د بریکس اسعارو د جوړولو هڅه وکړي؛ نو پر وارداتي توکو به یې ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.
هغه په یوه پیغام کې لیکلي: هغه نظریه، چې د بریکس هېوادونه هڅه کوي ډالر پرشاوتمبوي او مونږ یې ننداره وکړو؛ پای ته رسېدلې ده.
ټرمپ زیاته کړې: مونږ له دې هېوادونو څخه داسې ژمنې ته اړتیا لرو، چې دوی به نه د بریکس نوی اسعار رامنځته کوي او نه به د نورو هغو پیسو ملاتړ کوي، چې د ډالر ځای ونیسي.
د بریکس هېوادونه، چې اوس مصر، ایران او متحده امارات هم په کې ګډ دي؛ د روان کال د اوکټوبر په میاشت کې د روسیې د کازان پر کوربتوب سرمشریزه جوړه کړه او پر غیر ډالري لیږد او د سیمهییزو اسعارو پر پیاوړتیا یې بحث وکړ.
په دې سرمشریزه کې د اړوند بانکي شبکو د پیاوړتیا او پر سیمهییزو اسعارو د بریکس له هېوادونو سره د تادیاتو نوښت ډاډمن شو.
د یادونې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سرمشریزې په پای کې ویلي، چې د بلجیم له سویفټ مالي سیسټم سره د سیالۍ لپاره تر اوسه کوم بدیل ندی رامنځته شوی.
