سیمه ییز خبرونه

بسم الله محمدي: د وسله والو بريدونه به تر دوه نيمو مياشتو پورې دوام ولري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزیر د مشرانو جرګې په عمومي ناسته كې سږ كال د افغانستان لپاره خونړۍ وباله او ويی ويل، وسله وال مخالفين به تر نورو دوه نيمو مياشتو پورې خپلو حملو ته دوام وركړي.

بلخوا د كورنيو چارو وزارت سرپرست دې غونډې كې د خبرو پر مهال وويل، افغان دولت بايد د سولې په پروسه كې له طالبانو سره د خبرو لپاره له يوه پياوړي دريځ سره مخته شي.

په دې ورځو كې د ټاكنو د تر سره كولو اړوند مسايل زيات تر بحثونو لاندې دي، او په زياترو غونډو كې ناامني د ټاكنو د پروسې پر وړاندې ستر خنډ بلل كېږي او پرې اندېښنې څرګندېږي، ځكه د امنيت په نه شتون كې شونې نه ده، چې رڼې او سراسري ټاكنې تر سره شي.

امنيتي مسئولين وايي، د ټاكنو تر مهاله د يوې ښې امنيتي فضا د رامنځته كولو په هڅه كې دي، خو د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي د مشرانو جرګې په عمومي غونډې كې وويل، د وسله والو بريدونه به تر نورو دوه نيمو مياشتو پورې روان وي.

بلخوا د ملي دفاع وزير د تاوتريخوالي زياتېدو ته په اشارې سره وويل، كه امنيتي بنسټونو د ورانكارو فعاليتونه مهار كړي نه واى، او د وېره اچونكو د بريدونو پر وړاندې يي لازم تدابير نه واى تر لاس لاندې نيولى، ځينې سيمې او لويې لارې به د وسله والو تر كنترول لاندې راغلې واى.

د امنيتي بنسټونو له هڅو سره سره داسې اندېښنې موجودې دي، چې وسله وال هڅه كوي، چې ټاكنې تر سره نه شي.

په همدې وخت کې د كورنيو چارو وزارت سرپرست عمر داوود زى وایی، له شك پرته كومه لار، چې كولاى شي دا ننګونه پاى ته ورسوي، د سولې خبرو ته د وسله والو حاضرېدل دي، خو افغان دولت له كومو لارو څخه پر استفادې د سولې خبرې پر مخ يوسي؟

د راتلونكو ټاكنو د امنيت په باب په داسې حال كې اندېښنې بيانېږي، چې د كورنيو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د رايي وركولو له ۶۸۴۵ مركزونو څخه ۹۴۵ د امنيتي ګواښونو له ټيټې كچې،۱۰۴۷ د امنيتي ګواښونو له منځنۍ كچې او ۱۱۳۲ نور د امنيتي  ګواښونو له لوړې كچې سره مخامخ دي.

خو امنيتي چارواكو د سناتورانو پر وړاندې خبرو كې ژمنه وكړه، چې د ټاكنو تر ورځې به دا ننګونې پاى ته رسوي.

Trending

Exit mobile version