سیمه ییز خبرونه
بسم الله محمدي: وسله وال طالبان د بهرنیو هېوادونو نوکران دي
وسله وال طالبان د بهرنیو هېوادونو نوکران دي، چي له بهر څخه د هغو ملاتړ کېږي او افغان سر تېري به د هغو په وړاندي، چي له نورو هېوادونو افغانستان ته د وران کارئ لپاره استول کېږي سخته مقابله کوي.
په یادو څرګندونو سربېره د ملي دفاع وزارت چارواکو د هغو یوویشتو ۲۱ سرتېرو د ویر په مراسمو کي، چي د یکشنبې په ورځ په کنړکی وژل شوي د دولت مخالفو وسله والو ته خبرداری ورکړ، چی په دا ډول بریدونو نشی کولای، چی یوځای ته ورسیږی.
د یکشنبی سهار ( د کب ۴ ) د دولت وسله والو مخالفینو د ملی اوردو پر یوی پوستی برید وکړ.
د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي وایي
وسله وال طالبان د بهرنیو هېوادونو نوکران دی، چی له بهر څخه ملاتړ کېږی دا د افغانستان د ملی دفاع وزیر هغه تند غبرګون دی، چی د دغه پېښی په تړاو یی کړی دی.
ښاغلی محمدي همدارنګه زیاتوي، چې د وسله والو هېڅ یوه کړنه به د دی لامل نشی، چی په ټاکنو کی کوم خنډ رامنځ ته کړی نوموړی له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو هرکلی وکړ او د افغان ځواکونو د وړتیاوو د لوړېدو خبریی ورکړ.
د ملي پوځ سر تېری امیر حسین هم په یاده پېښه کی وژل شوی د نوموړی پلار اوس خپل ژوند ته حېران دی هغه وایی، شپږ زامن لری او اوس بی سرپرسته دی.
په کنړ کی د ملي پوځ د سرتېرو سرخندنه په ټولنیزو رسنیو کی هم د افغانانو له خوا ستایل شوی ده.