1393ټاكنې

بسم الله محمدي: په هېواد کې د وروستیو بريدونو تر شا د پاکستان لاس دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنیتی چارواکی وایی، د پاکستان استخبارات هڅه كوي، څو د افغانستان راتلونكې ټاكنې له ستونزو سره مخامخ كړي. دوی وايي، داسې هېڅ نښې نښانې نه ليدل كېږي، چې پاكستان دې د افغانستان د سولې په پروسه او د جګړې په ختمولو كې رښتينې همكاري وكړي.

په هېواد کی د ورستیو نا امنیو او د وسله والو مخالفینو د بریدونو د زياتوالي له امله امنیتی چارواکي د ولسي جرګې لخوا استجواب شول.

د ملی دفاع وزیر بسم الله محمدي وايي، که څه هم، چی دوی د ټاکنو د امنیت لپاره پوره چمتو والی لري، خو د افغانستان د ښمنانو لا له وړاندې د ټاکنو د ګدوډلو لپاره چمتووالی نیولی او په هېواد کې يي تر هګريزو بریدونو ته زور ورکړی، څو خلك وډار شي.

نوموړى همدارنګه وايي، د وروستيو بريدونو تر شا د پاكستان لاس دى، او دا هېواد كله هم نه غواړي، چې د افغانستان د سولې په پروسه او د جګړې په ختمولو كې رښتينې همكاري وكړي.

همدارنګه غونډې ته د كورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزي ووېل، له يوې نيمې مياشتې را په دېخوا د پاكستان د كوټې او خېبر پښتونخوا د ايالت ځينې مدرسې تړل شوي او طالبان يي افغانستان ته د جګړو لپاره را لېږل شوي څو وضعيت خراب كړي.

محمد عمر داوودزى زیاتوي، د دې كار موخه دا ده، چې ټاكنې ګډودې، خلك د امنيتي ځواكونو پر وړاندې بې باوره او د افغانستان د خلكو او نړيوالو ځواكونو تر منځ واټن زيات كړي. نوموړى د كشفي ارګانونو كمزورتيا هم مني او وايي، د دوی تر منځ همغږي نشته.

د ملی امنیت د لوی ریاست سرپرست رحمت الله نبيل وايي، د پاکستان استخبارات په دې لټه کې دي، چی ټاکنې او د ټاکنو وروسته وضعیت کړکېچن کړي. نوموړی همدارنګه زیاتوي، د ټاكنو دګډوډولو لپاره پاكستان كې د رايي وركولو جعلي كارتونه هم چاپ شوي دي.

دوی د ولسي جرګې غړو ته په خبرو كې ډاډ وركړ، چې د ټاكنو امنيت به خوندي كړي او په دې پروسه كې به لاسوهنې ونه كړي.

Trending

Exit mobile version