تازه خبرونه
بسپنه ورکوونکیو افغانستان ته د ۲۸۰ میلیون ډالرو لېږدول ومنل
د رویټرز د راپور له مخې؛ نړیوال بانک پرون (جمعه د لیندۍ ۱۹) څرګنده کړې، چې د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویلوونکیو هوکړه کړې، چې د خوراک نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ته دې له کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیون ولیږدول شي.
نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۱۸۰ میلیون ډالر به د خواړو نړیوال پروګرام ته او سل میلیون نور ډالر د روغتیايي خدمتونو لپاره یونیسف ته ولیږول شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي؛ دا پرېکړه په دې حساس وخت کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق د بیا کارولو لومړی ګام دی.
د یونیسف د څرګندونو له مخې؛ له دې پیسو څخه به یونیسیف د دولس نیم میلیون کسانو لپاره د لومړنیو روغتیایی خدمتونو د برابرولو او د دې ترڅنګ یو میلیون کسانو ته د واکسین د برابرولو زمینه هم برابره شي.
سربېر پردې د خواړو نړیواله ټولنه به دوه نیم میلیون خلکو ته خوراکي توکي او نږدې اته سوه څلوېښت زره میندو او ماشومانو ته خواړه چمتو کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي، چې د افغانانو د ملاتړ لپاره نورې مرستې هم وغواړي.
د افغانستان د بیارغونې صندوق د ۳۴ مرستندویه بنسټونو او هېوادونو لخوا ملاتړ لري او د نړیوال بانک لخوا اداره کیږي، چې د افغانستان د ملي بودیجې لپاره د تمویل لویه سرچینه ده او په ۲۰۰۲ کې رامنځته شوی دی.
