تازه خبرونه
بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا ۳۰ سلنه ډېره شوې – د سره صلیب نړیواله اداره
د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) اندېښنه ښودلې، چې بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا په سلو کې ۳۰ زیاته شوې ده.
دغې کمېټې د سې شنبې پر ورځ (د کب ۳) ټویټ کړی، چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۴.۴ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته نړیوالې مرستې بندې شوې او سربېره پر دې په بهرنیو بانکونو کې د افغانانو میلیارډدونه ډالر ملي شتمني، چې ډېرذه برخه یې د امریکا په فډرال بانک کې زیرمه دي؛ کنګل شوې او د نوي امارت د اقتصادي پراختیا لپاره له لاسرسي بهر پاتې شوې.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي له له اقتصادي ستونزو سره مخ او د خواړو له نه خوندیتوب او یو میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) چارواکو په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې ول، چې د نړیوالې ټولنې حکومتونه باید د دغه وضعیت د ښه کېدو لپاره له افغانستان سره د همکارۍ اړیکې پراخه کړي.