تازه خبرونه

بشري هڅاندو ادارو له اړو افغانانو سره د مرستې ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۰)

په افغانستان کې بشري هڅاند (ملګري ملتونه او ملي او نړیوالې نادولتي موسسې) ژمن دي، چې میلیونونه اړو  خلکو ته بې پرې او ناپېیلې مرستې رسول روان وساتي.

په افغانستان کې د بشري مرستو ترسره کوونکیو د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې روان جنګونه، د خوړو نه خوندیتوب او د کرونا ناروغۍ ناوړو اغېزو د اړو خلکو په شمېر کې ډېروالی راوستی او په تېرو ۱۲ میاشتو کې څه نا څه دوه برابره شوي دي

په داسې حال کې، چې افغانان د سولې خپلمنځي خبرو اترو تلپاتې سولې ته هیله من کړی؛ بشري بشري هڅاندې ادارې په ټول هېواد کې د دوامداره تاوتریخوالي له کبله ژوره اندېښنه په ډاګه کړې، چې ورسره د ملکي ځاني زیانونو کچه ورسره لوړه شوې او نږدې ۱۰۰ زره خلک یوازې په روان کال کې له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې له روانو ننګونو سره سره شاوخوا ۱۶۵ بشري سازمانونو په ټول هېواد کې کار کولو ته دوام ورکړی او په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې یې نږدې ۱۲ میلیون خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسولې دي.

په افغانستان کې بشرې هڅاند له ښکېلو خواوو غواړي، چې:

– له نړیوال بشردوستانه قانون سره سم د ملکي وګړیو، مرستندویه کارمندانو او ملکي تاسیساتو لکه ښوونځيو او روغتونونو ساتنه وکړي.

– بې خنډه لاسرسی چمتو کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ، چې مرستندویه کارمندان په پوره خپلواکۍ، بې پرې او له لاسوهنو خوندي خپل خدمات وړاندې کړي.

مرستندویانو او نړیوالې ټولنې ته:

د افغانستان د بشري مرستو د ترسره کولو لپاره د بیړنیو مرستو برابرول او ملاتړ رامنځته کړئ.

په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ملګري ملتونه د افغانستان ۱۵ اعشاریه ۷ میلیون اړو افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره  یو اعشاریه ۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، چې تر دې دمه یوازې ۱۶۶ میلیونه ډالر یعنې ۱۳ سلنه مرسته تر لاسه شوې ده.

د بشري مرستو همغږی کوونکی ډاکټر رامیز الاکبروف ويلي، د کرونا ویروس کړکېچ لا دمخه د افغانانو ژوند او بشردوستانه عملیاتو اغېزمن کړي. اوس مونږ ته ډېره اړینه ده، چې په ګډه د افغانستان د ټولو خلکو د حقونو د ساتلو لپاره کار وکړو او د هغوی له ژوند ژغورنې ته یې هڅې روانې وساتو.

Trending

Exit mobile version