تازه خبرونه

بغلان پوهنتون ته د بيات بنياد مرسته شوي كتابونه ورسيدل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

بيات بنياد له بغلان پوهنتون سره د يو زر و درې سوه ټوكه كتابونو مرسته وكړه. د دغو كتابونو د سپارلو پر مهال د بيات بنياد لوىمشر سناتور انجنير احسان الله بيات وويل، چې بيات بنياد د هېواد د پوهنتونونو د پياوړتيا لپاره هڅه كوي.

په تېرو درې لسيزو كې كورنيو جگړو په داسې حال كې، چې د يو سياسي قدرت له نسكوريدو وروسته بل دريدلى؛ د افغانستان ډېرې مادي او معنوي شتمنۍ يې له منځه وړي، چې د دولتي پوهنتونونو ښوونيز او څېړنيز توكي هم په امان كې پاته نه شول، بيات بنياد د كتابتونونو د بداينې په موخه له دې پوهنتون سره هم د يو زر و درې سوه ټوكه كتابونو، چې ساينسي، ټولنيز او د اسلام پېژندې كتابونه په كې دي مرسته وكړه.

د بيات بنياد لوىمشر سناتور احسان الله بيات وايي: دغه كتابونه په دري، پښتو او انگليسي ژبو ليكل شوي دي.

د بغلان پوهنتون رييس پوهنيار امان الدين ضيايي وايي، له د بغلان پوهنتون سره د يادو كتابونو مرسته د دې پوهنتون له محصلينو او استادانو سره ستره علمي همكاري ده.

د بغلان پوهنتون يو شمېر استادان وايي، د بغلان پوهنتون له كتابتون سره د بيات بنياد مرسته د كتابونو د نشتوالي يا لږوالي ستونزه تر ډېره بريده اواره كړه.

په پام كې ده، چې بيات بنياد به په ټول هېواد كې له يو شمېر دولتي پوهنتونونو سره د پېنځلس زره نورو كتابونو مرسته هم وكړي، چې له دې وړاندې يې د كابل له دولتي پوهنتون سره هم د څلور زره ټوكه كتابونو مرسته كړې وه .

Trending

Exit mobile version