تازه خبرونه

بلال کریمي د چین بهرنیو چارو وزارت د آسیایي څانګې له مرستیال رییس سره ولیدل

په چین کې د افغانستان سفارت د چارشنبې پر ورځ( د کب لومړۍ) په یوه خبرپاڼه کې له دې ناستې خبر ورکړ.

Published

on

Last Updated on: کب ۲, ۱۴۰۳

په چین کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د آسیایي څانګې مرستیال ژنګ ماومینګ سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر سیاسي اړیکو، اقتصادي، سوداګرۍ، ټرانزیټ او قونسلګرۍ پر مسائلو خبرې وکړې.

په چین کې د افغانستان سفارت د چارشنبې پر ورځ( د کب لومړۍ) په یوه خبرپاڼه کې له دې ناستې خبر ورکړ.

د غونډې په بهیر کې ماومینګ د افغانستان او چین د سیاسي اړیکو د اویایمې کلیزې په اړه ویلي، چې بیجینګ او کابل د تاریخ په اوږدو کې په سوله او آرامۍ کې ژوند کړی دی.

ماومینګ زیاته کړې، چې چین به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزې همکارۍ د پراختیا لپاره د سوله‌ییز ګډ ژوند د مثبتې روحیې د پیاوړې کولو لپاره هڅې وکړي.

بلال کریمي هم په افغانستان کې امنیت او ثبات یو مهم فرصت وباله او دا یې د ټولو په ګټه یاد کړ.

Trending

Exit mobile version