تازه خبرونه

بلجیم په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه سرتېري وباسي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۶, ۱۳۹۹)

د بلجیم دفاع وزیر تېرو ورځ (شنبه د لیندې ۱۵) څرګنده کړې، چې هېواد به یې په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

له دې مخکې فنلند ویلي وه، چې دوی له افغانستان څخه خپل سرتېري راوباسي.

د بلجیم دفاع وزیر لودیوین ددونر لیمبرګ ورځپاڼې ته په ډاګه کړې؛ مونږ په راتلونکي کال ۲۰۲۱ کې  وتلو تهه چمتووالی نیسو.

هغه زیاته کړې: زمونږ د وتلو بهیر ساده او آسانه ندی؛ مونږ له خپلو متحدینو سره تړون کوو. یوازې مهمات بارول مو درې میاشتې وخت نیسي.

ټاکل شوې ده، چې د بلجیم دفاع وزارت په راتلونکې اوونۍ کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان کابینې او بیا پارلمان ته وسپاري.

دا مهال د بلجیم  ۷۰ سرتېري په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو په ځانګړي توګه په مزارشریف کې د آلماني ځواکونو تر رهبرۍ لاندې دنده تر سره کوي.

له دې مخکې د بلجیم دفاع وزیر ویلي وه، چې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه به له ناتو سره همهاله رامنځته کیږي.

نوموړي په دې اړه ویلي؛ د بلجیمي سرتېرو د ایستلو عملي ګام به زمونږ د آلماني همکارانو سره په  همغږي کې پورته کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د کمولو امر کړی او چارواکو یې ویلي، چې دوی به د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰  ته راټیټ کړي.

Trending

Exit mobile version