تازه خبرونه
بلخي د سوریې په جګړه کې د افغانانو حضور ومانه
په داسې حال کې چې په ګاونډيو هیوادونو کې د سوريې جګړې ته د افغان کډوالو د اړ ایستلو او ګومارنې په هکله اندېښنې موجودې دي، د افغانستان د کډوالو چارو وزیر د سوریې په روانه جګړه کې د افغان کډوالو ګډون تاييدوي.
د د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي چې یو شمیر افغان کډوال په سوریه کې د بشارالاسد او یو شمېر نور د داعش په ملاتړ جنګیږي.
د ښاغلي بلخي په وینا دا یوه کنسلي موضوع ده او دوی په دې هکله کومه مشخصه کړنلاره نلري.
هغه وایي؛ دا د بهرنیو چارو وزارت دنده ده چې د دغې ستونزې د هواري لپاره ګامونه اوچت کړي.
د کډوالو چارو وزیر وايي چې په روان کال کې څلوېښت زره افغانان هیواد ته راستانه شوي او له کومي مهمې ستونزې سره نه دي مخامخ شوي.
په افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو چې د نړیوالو سرتیرو زیاته برخه له دغه هیواده وتلي، د خلکو اقتصاد مخ په ځوړ شوی او بې کاري مخ په زیاتیدو ده.
ځینې کارپوهان وايي که دولت د بې کارۍ د ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه پورته نکړي، یو ځل به بیا بهرنیو هیوادونو ته ګڼ شمیر افغان کورنۍ کډوالې شي.
هڅه مو وکړه چې په دې هکله د بهرنیو چارو وزارت هم تر لاسه کړو خو له پرلپپسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.