تازه خبرونه

بلخ ښاروالۍ د ښار پاکوالي لپاره ۲۰۰ میرمنې ګمارلي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳۰, ۱۴۰۰)

د بلخ ښاروالۍ مسوولینو ویلي؛ له یوه بهرني بنسټ سره یې یو ځای هغو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دا پروګرام د مزار شریف ښاروالۍ لخوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي څانګې پر مالي همکاري پیل شوی، چې د ښار په دولس ناحیو کې نږدې دوه سوه ښځې د ښار د پاک ساتلو لپاره ګمارل شوې دي.

د بلخ ښاروال قدرت الله طارق ډ څرګندونو له مخې؛ هرې کاریګرې ښځې ته په دې پروګرام کې د ورځې پېنځه سوه افغانۍ د یو ان ډي پي لخوا ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي څانګې مسوولین محمد رفیع ټینګار کوي، چې د سمسور او پاک چاپېریال لپاره هڅه کوي ډېرې هغه ښځې وګماري، چې مالي وس نلري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا پروګرام لنډمهالی دی، چې موخه ترې د کار زمینه برابرول دي.

ځینې ښځې، چې د ښاروالۍ د تنظیف له بهیر سره یو ځای شوي؛ د اسلامي امارت او یو ان ډي پي له دې هڅې هرکلی کوي.

د اسلامي امارت مسوولین وایي، چې د ښځو له کار سره هیڅ ستونزه نلري او هڅه کوي، چې ښځو ته د ډېر نور کار زمینه هم برابره کړي.

Trending

Exit mobile version