تازه خبرونه

بلخ کې د غیرانتفاعي موسسو ټولنې کار پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په بلخ ولايت کې د غيرانتفاعي موسسو ټولنې د ولس ټولنې، لس موسسې او یو ورزشي کلپ په بېلابېلو برخو کې د مزار شریف په ښار او د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې فعالیت پر مخ وړي.

څو موسسې او ټولنې چې مخکې یې په انفرادي توګه بلخ کې فعالیت درلود، اوس تر یوه چتر لاندې ټولې شوي او فعالیت کوي. د پروګرام تنظیمونکي وایي، دغه ټولنه د ځوانانو د ودې، کار موندنې او د ستونزو د حل له پاره سترې موخې تعقیبوي او هڅه کوي چې دې برخو کې پرمختګ وشي.

د پروګرام برخه وال له دې اقدام هرکلی کوي او د ځوانانو د پرمختګ او ودې له پاره د زیاتې پاملرنې غوښتنه لري.

وزګارتیا او ناامني د افغانستان د ځوانانو اصلي ستونزې دي. دغه وضعیت د دې سبب شوی چې حتی ډېر ځوانان د زده‌کړو له دوام لاس په سر شي او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو له پاره په ناقانونه او خطرناکو لارو بهر ته سفر وکړي.

 

Trending

Exit mobile version