تازه خبرونه

بلینکن او قریشي د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۰)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په ټیلیفوني خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمولو، د دایمي اوربند اعلان او په افغانستان کې د ټولګډونه سیاسي حل پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ قریشي له امریکا سره د پراخې او هراړخیزې ملګرتیا لپاره پر نږدې اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اړیکو بحث او خبرېکړي دي.

قریشي پدې اړه زیاته کړې، چې په افغانستان کې سیاسي حل رامنځته کول د نړیوالې ټولنې په ګډون د ټولو خواوو مسوولیت دی.

قریشي د افغانستان د سولې له بهیر سره د پاکستان پر بشپړ ملاتړ او ټینګار ویلي، چې په افغانستان کې د سوله ییز سیاسي حل ترلاسه کول د ټولو افغان ګوندونو او د کليدي نړیوالو او سیمه ییزو شریکانو ګډه مسوولیت دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اانټوني بلینکن په خپل ټویټ کې څرګنده کړی؛ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر قریشي سره یې په پاکستان د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پر ژمنو، د افغان سولې په اړه د همکارۍ د دوام او د سیمه ییز ثبات د ملاتړ په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

دغه راز قریشي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو هم ټینګار کړی دی.

بلینکن ویلي؛ زه د تروریزم پر ضد د ګډ کار دوام ته سترګې پر لار یم.

Trending

Exit mobile version