تازه خبرونه

بلینکن د “افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ائتلاف” په غونډه کې وینا کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۸, ۱۴۰۲)

ټاکل شوې، نن (سې شنبه د کب اتمه) ماښام مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د افغانستان د ښځو اقتصادي مقاومت ائتلاف په غونډه کې وینا وکړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ياده غونډه د دغه وزارت او د بوسټون پوهنتون پر کوربه‌توب ترسره کیږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې به د خصوصي سکټور، مدني ټولنې، پوهنتونونو او حکومتونو استازي ګډون وکړي، چې موخه یې د دغه ائتلاف پر څرنګوالي خبرې دي.

“د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ائتلاف” د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بوسټن پوهنتون تر منځ یو دولتي – خصوصي مشارکت دی، چې په ۲۰۲۲ ز. کال کې بلینکن رامنځته کړی دي. د یاد ائتلاف موخه د افغان ښځو او نجونو له زده‌کړو او کار لپاره چټکه همکاري ده.

Trending

Exit mobile version