تازه خبرونه
بلینکن په ولسي جرګه کې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو دفاع وکړه
د رویټرز د راپور له مخې؛ بلینکن د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې یوې استماعیه غونډې ته ویلي: “د روسیې په ګډون زمونږ مخالفان خوشحالېدل که مونږ په افغانستان کې د نورو شل کلونو لپاره پاتې وای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چارشنبې پر ورځ د ولسي جرګې استازو ته د وینا پر مهال په ۲۰۲۱ ز. کال کې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو دفاع وکړه او وایي، چې دې کار د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسله، چې د نورو جګړو لپاره یې د سرچینوله برابرولو وژغورلو.
د رویټرز د راپور له مخې؛ بلینکن د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې یوې استماعیه غونډې ته ویلي: “د روسیې په ګډون زمونږ مخالفان خوشحالېدل که مونږ په افغانستان کې د نورو شل کلونو لپاره پاتې وای.
بلنکن د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو چارو له کمیټې سره له اوږدې ناندرو وروسته دې غونډې ته حاضر شو او له افغانستان څخه د وتلو په اړه یې خپلې څرګندونې وړاندې کړې.
د جمهوري غوښتونکیو استازي مایکل مککال د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګره د وتلو پر مهال د ۱۳ امریکایانو د وژل کیدو او د هغو زرګونو افغانانو د نه ایستلو له کبله، چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کاوه، د جو بایډن پر اداره نیوکه وکړه.
مککال زیاته کړې؛ تاسې د سقوط په اړه د خپل پرسونل خبرداری له پامه وغورځاوه.
بلینکن څرګنده کړې؛ هر هغه امریکايي ته، چې له افغانستان څخه یې وتل غوښتل د وتلو فرصت ورکړ شوی او زرګونه افغانان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې میشت شوي دي. سره له دې، چې واشنګټن په افغانستان کې د پاتې کسانو مرستې ته ژمن دی.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمیټه کې جمهوري غوښتونکیو د سپتمبر په میاشت کې وړاندیز وکړ، چې د بلینکن کانګرس ته د سپکاوي په خاطر تر پوښتنو لاندې ونیول شي.
له شل کلنې جګړې وروسته له افغانستان څخه د امریکا بې غوره وتل د امریکا د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال پوره سیاسي شوي وه.
