تازه خبرونه

بندیان د هوکړې له مخې نه، بلکې بې مسوولیته خوشې شوي- طالبان

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۲, ۱۳۹۹)

د حکومت له زندان څخه خوشي شوي بندیان چېرته ځي؟! د دغې پوښتنې او غوښتنې په اړه د طالبانو سیاسی دفتر ویلي: دوی د دغو بندیانو مسوولیت؛ ځکه نه اخلي، چې په خوشي کولو کې یې هوکړه نه وه شوې.

په تېرو دوه ورځو کې دوه سوه طالب بندیان د بګرام له زندانه خوشي شول؛ خو طالبان وایي، چې د خوشي کولو پر طرزالعمل یې هوکړې ته د نه رسیدو له کبله دوی مسوولیت نلري.

که څه هم حکومت ویلي وه، چې دا بهیر به په نورو ورځو کې هم روان وساتل شي؛ خو نن د جمعې پر ورځ هیڅ بندي ندی خوشې شوی.

ولسمشرۍ طالبان د سولې په بهیر کې د ژمنې پر ماتولو او پلمې جوړولو تورن کړي او وايي؛ دا بندیان په قوي ضمانت خوشي شوي، چې بېرته به جګړې ته نه ځي.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال لطیف محمود وایي: زمونږ ژمنه داده، چې طالبان باید خپلو ژمنوته درناوی وکړي، پلمې ونه لټوي او دا شېبې دې هم له لاسه نه ورکوي.

 د بګرام له زندان څخه ځینې خوشي شوي بندیان په هېواد کې د تلپاتې سولې هیله لري او وایي، له جګړې ستړي شوي دي.

خوشی شوی طالب څرګندوي: مونږ؛ خو ضایع شوي یو، اولاد مو دې له دغه حالته سره نه مخ کیږي.

یو بل آزاد شوي طالب ویلي؛ مونږ د ولسمشر د فرمان له مخې خوشې شوي یو.

اوس، چې طالبانو دا بندیان ندی تسلیم کړي؛ نو پوښتنه داده، چې دوی چېرته ځي؟

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار یې په اړه وایي: داسې ضمانت نشته، چې دوی به جګړې ته نه ځي! او بله دا، چې باید حق العبدي يې په نظر کې ونیول شي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبرآغا وایي، چې دا بندیان د نوملړ له مخې خوشې شوی ندي؛ په نولړ کې داسې کسان ول، چې د بند وخت یې ډېر و.

د افغانستان حکومت ټینګار کوي، چې دا بندیان په قوي ضمانت د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې له مخې خوشي شوي دي.

د طالب بندیانو پر خوشي کولو خبرې هغه وخت ودریدې، چې د طالبانو درې کسیز پلاوي لومړی د خپلو پېنځلس لوړپوړیو طالب بندیانو خوشي کول وغوښتل. دا هغه غوښتنه وه، چې حکومت رد کړه  او د همدې ستونزې له کبله د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل نېټه هم ناڅرګنده پاتې شوه.

Trending

Exit mobile version