تازه خبرونه
بندیان خوشې کول څرګند میکانیزم غواړي، چې د جنګ لوګي ته پوکی نشي
ولسمشر اشرف غني د ملي شورا د ۱۷ پېر دویم تقنیني کال د پرانستې پر مهال څرګند کړه؛ د طالب بندیانو خلاصون باید پر څرګند میکانیزم تر سره شي؛ په هېواد کې مثبت بدلون او اوربند راونغاړي.
ولسمشر اشرف غني وایي؛ افغان دولت چمتو دی، چې د منل شوي اصل له مخې له طالبانو سره خبرې وکړي، خو د ۵ زره طالب بندیانو د خلاصون غوښتنه باید په هېواد کې د سراسراي اوربند سبب شي.
ولسمشر وایي، افغان حکومت به مرکچي پلاوی د کب پر ۲۰ چمتو کړي او د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو احتمالي هوکړه لیک به د ملي شورا لخوا تصویب شي او که اړتیا وه لویې جرګې ته به هم د تصویب لپاره وړاندې شي.
ولسمشر غني ټینګار کوي، چې د سولې په بهیر کې یې ودرېدنه او ټینګار له دې بهیر سره د مخالفت په معنا ندی؛ خو دی ژمن دی، چې د یوې بلې دوامداره جګړې مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او امریکایانو په افغانستان کې د سولې راوستو په هوکړه کې د خپلمنځي خبرو د پیلیدو لپاره د طالبانو او حکومت د بندیانو پر خوشې کیدو ټینګار کړی دی.
