تازه خبرونه
بندیزونه د حل لاره نهده او پر بشري هڅو منفي اغېز کوي – عبدالسلام حنفي
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوراک نړیوال پروګرام له مرستیال سره په کتنه کې وویل، بندیزونه د حل لاره نهده او پر بشري فعالیتونو به منفي اغېز وکړي.
د اسلامي امارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون (دوشنبه د غبرګولي ۲۲ ) د خوراک نړیوال پروګرام له مرستیال کارل سکاو او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې اداري مرستیال د افغانستان له اړو او بېوزله خلکو سره د خوراک نړیوال پروګرام له مرستو مننه وکړه او د دغو مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی؛ جګړه او ناامني نشته. اسلامي امارت پخپل زړه راکښونکي پرېکړه لیک بښنه اعلان کړه، د نشهيي توکو پر کارولو، کرنېاو او قاچاق یې بندیز ولګاوه، د روږدو کسانو درملنه یې وکړه او له بېلابېلو ځایونو څخه یې سوالګر راټول کړل، خو سره له دې بیا هم د نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو مرستې پوره نهدي او باید زیاتې شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د افغانستان په ادارو کې اداري فساد او کاغذ ځغلونه له منځه تللي دي.
هغه وايي، بندیزونه د حل لار نهده او ان پر بشري هڅو هم منفي اغېز کوي؛ نو نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو اترو لار خپله کړي.
مولوي حنفي دغه راز زياته کړې: نړيواله ټولنه بايد هېره نهکړي، چې افغانستان د تېرې نيمې پېړۍ د جګړو، ګډوډۍ او وروستيو وچکاليو له کبله زيانمن شوى او د پراختيايي پروژو له پلي کېدو څخه بايد ملاتړ روان وساتي.
د خوراک نړیوال پروګرام مرستیال کارل سکاو ویلي، دغه پروګرام له ۶۰ کلونو راپدیخوا په افغانستان کې د خواړو خوندیتوب، خوراک، بشري مرستو او پراختیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي. زمونږ موخه دا ده، چې د افغانستان خلکو ته د نړیوالو زیاتې مرستې راجلب کړو.
هغه په ډاګه کړې: په تېر کې اداري فساد يوه لويه ستونزه وه، چې له نېکهمرغه له منځه تللې، نشهيي توکي کم شوي او په ټوليز ډول په افغانستان کې امنيت ټينګ شوى دى.
د خوراک نړیوال پروګرام مرستیال هم زیاته کړې، چې د افغانستان خلک په رښتیا هم د جګړو او د اقلیم د بدلون له کبله زیانمن شوي؛ نو مونږ هڅه کوو، چې د افغانستان بېوزله خلکو ته لا زیاتې بشري مرستې ورسوو.