لوبی
بنګله دېش پر لومړي ځل له افغانستان څخه د ۲۰ اووریزو لوبو لړۍ وګټله
د بنګله دیش کرکت ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ په دوهیمه شل اووریزه لوبه کې افغانستان ته د شپږ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او بریایې خپله کړه.
د باران له کبله په دې سيالۍ کې د اوورونو شمېر ۱۷ ته راټيټ شو او افغان لوبډلې د اووه لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۱۶ منډې جوړې کړې.
بنګله دیش د ګټلو لپاره ۱۱۹ منډو ته اړتیا درلوده او په داسې حال کې، چې پېنځه توپونه پاتې ول؛ هغه یې پوره کړې.
د بنګله دیش لوبډلې لپاره لیتن داس تر ټولو زیاتې ۳۵ منډې جوړې کړې او د افغانستان لوبډلې لپاره عظمت الله عمرزي ۲۵ منډې وکړې.
بنګله دیش د جمعې پر ورځ لومړۍ شل اووریزه لوبه د دوه ویکتو پر توپیر وګټله او دې لوبډلې د یکشنبې د ورځې له بریا سره د شل اووریزو سیالیو په لړۍ کې پرلهپسې درېیمه بریا خپله کړه.
د افغانستان کرکت لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وايي؛ د هوا حالات د یوې لوبډلې لپاره عذر نهدی. شل اووریزه لوبه باید مهارتونه معلومه کړي او مونږ په دې برخه کې ښه نه وو. په ځانګړي توګه توپونه کې.