تازه خبرونه

بنیاد بیات په غزني ولایت کې لسګونو اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشلې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۴۰۲)

بنیاد بیات د خپلو ژمنیو مرستو له مخې په غزني ولایت کې پر لسګونو اړو کورنیو مرستې ووېشلې.

د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ په دغو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شته، چې د یاد بنسټ استازیو له سروې وروسته مستحق کسان د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په نوملړ کې لیکل شوي دي.

د بنیاد بیات مرستیال محمد اسماعیل ویلي: بنیاد بیات هر کال د سړې هوا له کبله مرستې وېشي. له نېکه‌مرغه سږ کال مو هم د مرستو لړۍ پیل کړې، چې پخوا مو په کابل ولایت کې ووېشلې او نن هم د غزني ولایت ته راورسېدو او پر یو شمېر مستحقو کسانو به خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشو.

نوموړي زیاته کړې؛ په خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، وریجې او د کمبلو، جمپرونو او جرابو په ګډون غیر خوراکي توکي شته دي.

هغه دا هم ویلي، چې په ژمي کې به د کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو د دوی د مرستو د وېش لړۍ روانه وي.

دغه راز هغه اړمنې کورنۍ، چې له دغو مرستو برخمنې شوي؛ خوښ دي او له نورو خیریه بنسټونو د ورته مرستو غوښتنه کوي.

بنیاد بیات له دې وړاندې هم د غزني ولایت له اړمنو اوسیدونکیو سره د پام وړ مرستې کړې دي.

د يادونې ده، چې بنیاد بيات په يو شمېر نورو ولايتونو کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، د جوماتونو، روغتيايي مرکزونو، سپورټي ډګرونو او ښوونځيو په جوړولو کې هم د پام وړ مرستې کړې دي.

Trending

Exit mobile version